د لاس رسي وړ اتصالات

هر کال په کندهار کې پر پنځوس زره هکټاره ځمکه باغونه جوړیږي


هر کال په کندهار کې پر پنځوس زره هکټاره ځمکه باغونه جوړیږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:18 0:00

د کندهار د کرهڼې ریاست وايي، چې هر کال په کندهار کې د میوو له پنځوس زره نه تر شپیته زره هکټاره ځمکه باندې نوي باغونه جوړیږي.

د کندهار د کرهڼې ریاست وايي، چې هر کال په کندهار کې د میوو له پنځوس زره نه تر شپیته زره هکټاره ځمکه باندې نوي باغونه جوړیږي.

د کرهڼې ریاست وايي، چې دا باغونه تر ډېره په هغو سیمو کې جوړیږي، چې یو وخت پکې د کوکنار کرل کیدل.

د کندهار د ډنډ په ولسوالۍ کې یو باغوال چې تازه یې باغ ايښی وايې چې د تېر په خلاف اوس زیات ځمکه وال کوښښ کوي چې پر خپلو ځمکو باندي باغونه کښېنوي.

د بالاکرز دسیمي اوسیدونکی ځمکه وال حاجي عبدالله وايي "ټول خلګ اوس باغونه کښېنوي ګټه يې خلګو ولیدل چې روا کښت هم دی او له مشکل سره هم نه مخ کیږي دغه د انارو نوي باغ چې پر نوې طریقه اېښودل شوی ښه حاصل ور کړی ممکن تر راتلونکو دو کالو پوري کندهار له تریاکو پاک شي او اوس هم ډير کم شوي".

د کندهار د کرهڼي او مالداری ریس انجنیر حفیظ الله سیدي وايې چې وزارت يې له مرسته کونکو بنسټونو سره په ګډه په کندهار کې ټولي زراعتي انکشافي پروژې د بدیل معیشت تر چتر لاندي ترتیب کړي.

دی زیاته وي چې پدې برخه کې تر ډېره د باغداری برخي زیاته وده کړې چې د شمېرو له مخکې هر کال پدې ولایت کې له پنځس څخه تر شپېته زره هکتاره ځمکه باندي نوي باغونه اېښودل شوي.

بزګران له دې هڅې خوښ دي، جمعه ګل چې د نشه يي توکو مخکنی کرونده ګر وو وايي، "دا ډير ګټور دي د تریاکو په پرتله زموږ پر نویو باغونو د زراعت مامورین وخت پر وخت را ګرځي او موږ خوشحاله یو".

په نویو باغونو کې تر ډیره د انګورو، انارو او پيستې باغونه شامل دي.

د کندهار د کرهڼي او مالدارۍ ریاست وايې چې دا ولایت د کرهڼی لپاره تر لسو پوري کوچني اقلیمونه لري چې بیلا بیلو زراعتي کښتونو پکښې ګټوره پایله ور کړې.

دغه راز نوموړې اداره وايې چې له عنعنوي بڼې څخه و عصري ته د زراعت تغیر د کرونده ګرو پر ژروند ښه اغېز کړی.
XS
SM
MD
LG