د لاس رسي وړ اتصالات

ایا په پکتیکا کې زعفران د مخدره توکو ښه بدیل دی؟


ایا په پکتیکا کې زعفران د مخدره توکو ښه بدیل دی؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:08 0:00

د پکتیکا ولایت د کرهڼې ریاست وايي، چې ددغه ولایت د پنځو ولسوالیو پر بزګرانو یې د کوکنارو د بدیل په توګه د زعفرانو تخمونه ویشلي دي


د پکتیکا ولایت د کرهڼې ریاست وايي، چې ددغه ولایت د پنځو ولسوالیو پر بزګرانو یې د کوکنارو د بدیل په توګه د زعفرانو تخمونه ویشلي دي.

دا ریاست وايي، پدې تمه دي، چې ایا زعفران په پکتیکا کې د کوکنار ښه بدیل کېدای شي او کنه.

ددې ولایت د کرهڼې د ریاست د ترویج د څانګې مسوول میوند وايي، چې د زعفرانو دا تخمونه یې د مرکز ښرنې په ګډون د دې ولایت په پنځو ولسوالیو کې پر بزګرانو د دې لپاره ووېشلې چې د نشه يي بوټو کښت راکم کړي.

پکتیکاوال کروندګر وايي، خوښ دي چې کرهڼې ریاست ورسره د زعفرانو مرسته کوي، او په دې سره به دوی له حرام کښت څخه راوګرځي.

د پکتیکا مرستیال والي شېر باد شاه ارګونی چې د زعفرانو د وېښ په مراسمو کې یې برخه اخیستې وه وویل، چې زعفران د مخدراتو تر ټولو غوره بدیل کېدلای شي او له دې سره به په دې ولایت کې د کوکنارو او نورو نشه يي بوټو کرکېله راکمه شي.

په داسې حال کې چې ددې ولایت وازیخوا، وړوممۍ، تروې او خوشامند هغه ولسوالۍ دي چې سږ کال پکې په زیاته اندازه چرس او کوکنار کرل شوي خو د یادو ولسوالیو له بزګرانو سره تر اوسه د زعفرانو او نورو بدیلو مېوه لرونکو ونو هېڅ کومه مرسته نه ده شوې.
XS
SM
MD
LG