د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د پیازو د ساتنې لپاره شپته سړې خونې جوړیږي


په ننګرهار کې د پیازو د ساتنې لپاره شپته سړې خونې جوړیږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:24 0:00

سږ کال د ننګرهار په ولایت کې د پیازو د تازه ساتنې لپاره شپېته سړې خونې جوړېږي چې دا چاره به کروندګرو سره مرسته وکړي تر څو خپل تولیدات وساتي او مناسب وخت کې یې په ښه نرخ وپلوري.


سږ کال د ننګرهار په ولایت کې د پیازو د تازه ساتنې لپاره شپېته سړې خونې جوړېږي چې دا چاره به کروندګرو سره مرسته وکړي تر څو خپل تولیدات وساتي او مناسب وخت کې یې په ښه نرخ وپلوري.

د ننګرهار کرنې ریاست وايي سږنی کال به په دې ولایت کې د پیازو تازه ساتنې لپاره شپېته وړې سړنې خونې جوړې کړي چې په دې چارې سره کروندګر کولی شي په کور دننه دغه ډول سړو خونو کې خپل پیاز وساتي او مناسب وخت کې یې بازار ته راوباسي.

د کرهڼې رئيس سمیع الله نصرت وویل:"سږ کال به ۶۰ وړې سړې خونې جوړې شي چې پیاز به پکې ساتل کېږي او مناسب وخت کې به بېرته بازار ته وړاندې شي."

چارواکي وايي سږنی کال ننګرهار په دوه زره هکټاره ځمکه پیاز کرل شوي چې دېرش زره هکټاره حاصل یې کړی دی.

خو کروندګر همدا نیوکه کوي چې سوداګر ترې پیاز په ارزانه بیه اخلي، پاکستان ته یې وړي، هلته یې ساتي او وروسته یې بېرته افغانستان ته راوړي چې بیا یې څو چنده قمته پلوري.

۲۸ کلن صداقت د روداتو ولسوالۍ په مزینې سیمه کې د پیازو کروندې لري.

هغه امریکا غږ ته وویل:" ما سږ کال پنځه جریبه ځمکه کې پیاز کرلي دي، له تېر کال څخه حاصل ښه دی، خو که سړې خونې جوړې شي نو موږ به پیاز وساتو او بیا به یې په ښه بیه خرڅ کړو".

که څه هم څو کلونه مخکې د پیازو لپاره وړې سړې خونې په لغمان کې هم جوړې شوې وې چې خلکو ترې هغسې استفاده ونه کړه، خو د ننګرهار کرنې ریاست وايي چې جوړې شي نو سمه ګټه ترې اخلي.

د ننګرهار کرنې رییس وايي:" موږ کروندګرو ته له وړاندې پوهاوی ورکړی دی چې له نویو جوړېدونکو خونو څخه څنګه ګټه واخلي."

له پیازو سره سره ډېرسبزیجات او تازه مېوې هم دلته په موسم کې دومره ارزانه وي چې ډېر کله کروندګر خپل کړی تاوان هم نه شي پوره کولی، ځکه د ساتلو لپاره سړې خونې نه لري، کروندګر وايي حکومت او موسیسات دې ورته دغه ډول اسانتیاوې برابرې کړي چې د کوکنارو پر ځای بدیل کښتونه وکري.
XS
SM
MD
LG