د لاس رسي وړ اتصالات

په ارګون کې یو ځوان بزګر معتاد


په ارګون کې یو ځوان بزګر معتاد
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:31 0:00

د پکتیکا د ارګون په ولسوالۍ کې یو ځوان چې پخوا به یې د کوکنارو کرکیله کوله اوس په خپله د خپلو نشه يي بوټو ښکار شوی دی او په نشه يي توکو روږدی دی.

د پکتیکا د ارګون په ولسوالۍ کې یو ځوان چې پخوا به یې د کوکنارو کرکیله کوله اوس په خپله د خپلو نشه يي بوټو ښکار شوی دی او په نشه يي توکو روږدی دی.

که څه هم د مخدراتو کښت د پکتیکا په لرې پرتو سیمو کې زیات دی خو مرکز ته نژدې په ارګون ولسوالۍ کې یو تن ځوان قسمت خان وايي، له پلار سره یو ځای يي په خپله ځمکه نشه يي بوټي ددې لپاره کرلي وو چې ډېرې پیسې تر لاسه کړي.

قسمت خان وايي، هم د کرل شویو نشه يي بوټو له امله معتاد شوی او همدارنګه د نشه يي بوټو له کښت څخه یې پیسې هم نه دي تر لاسه کړې.
دغه معتاد وايي، دی او پلار يې له دې کاره سخت پښیمان دي.

نوموړی وايي: (ما او پلار مې په خپل وطن کې په ځمکه نشه يي بوټي کرلي وو چې له دې لارې زه پرې اخته شوم او سخت يي خراب کړم)

د یو شمېر سرچینو په خبره تروې، وازیخوا، وړوممۍ او خوشامند د پکتیکا هغه لرې پرتې ولسوالۍ دي چې سږ کال پکې په زیاته اندازه چرس او نور نشه يي توکې کرل شوي دي.
XS
SM
MD
LG