د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور ۱۰ کسان نیولي


پولیسو له تورنو کسانو سره یوه اندازه نشه يي توکي هم نیولي دي.
پولیسو له تورنو کسانو سره یوه اندازه نشه يي توکي هم نیولي دي.


د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت وايي چې د امنیتي تړون په چوکاټ کې یې د بېلا بېلو عملیاتو پر مهال د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور ۱۰ کسان نیولي دي.


دغه معینیت نن د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تورن کسان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په کندهار، بدخشان، دایکنډي او بلخ ولایتونو کې نېولي دي.


په خبرپاڼه کې راغلي چې پولیسو له نیول شویو تورنو کسانو سره یوه اندازه نشه يي توکي هم لاسته راوړي دي.


له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت وايي "له دوی څخه یو تن په بدخشان کې د نږدې پنځه کیلو ګرامه تریاکو د خرڅلاو، درې تنه د اووه لیتره الکولي مشروباتو د قاچاق، یو تن په کندهار کې د ۷۰۰ ګرامه هیروینو او دوه ګرامه شیشې د خرڅلاو، یو تن په دایکنډي کې د ۲۴ ګرامه هیرویینو او څلور ګرامه شیشې د خرڅلاو، یو تن په بلخ کې د ۳۴۸ ګرامه چرسو د خرڅلاو، یو تن په هرات کې د ۳۰ ګرامه شیشې د خرڅلاو په تړاو او یو بل تن د دغه ولایت د څارنوالۍ د کشفي مالوماتو پر اساس نیول شوی دی".

نشه يي توکو ته اسانه لاسرسی په لویو ښارونو کې یوه جدي ستونزه ګڼل کیږي، پولیس وايي چې له نشه يي توکو سره مبارزه یې په لومړیتوبونو کې راځي.


XS
SM
MD
LG