د لاس رسي وړ اتصالات

فضل الرحمن: د نشو له امله مې ښه ژوند او کار وبایلل


فضل الرحمن: د نشو له امله مې ښه ژوند او کار وبایلل
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:21 0:00

د غزني اوسېدونکی فضل الرحمن چې له څه د پاسه یوې لسیزې راهیسې په تریاکو او شیشه اخته دی وايي چې د پولیسو په ګډون یې خلک ځوروي.


د غزني اوسېدونکی فضل الرحمن چې له څه د پاسه یوې لسیزې راهیسې په تریاکو او شیشه اخته دی وايي چې د پولیسو په ګډون یې خلک ځوروي.

هغه چې په ایران کې په نشو اخته شوی دی وايي چې له پلاره ماشوم پاته شوی نو ځکه داسې څوک یې نه لرل چې د کار او زده کړو غم یې وخوري.

فضل الرحمن وايي "د خلکو له موږ څخه بد راځي، موږ کور او اولادونه ټول پرې ایښي خو همت مو له لاسه نه دی ورکړی. مخکې له نشې مې ښه تجارت کاوه، له ښاره به مې اطرافو ته مالونه وړل او خرڅول به مې خو اوس دلته په دې کنده کې پروت یم".

تر دې وړاندې هم په غزني کې یو شمېر معتادینو د پولیسو له بد چلند څخه شکایت کړی وو، خو د پولیسو مسئولین وايي پولیسو ته اجازه نشته چې له معتادینو سره له بدې رویې کار واخلي.
XS
SM
MD
LG