د لاس رسي وړ اتصالات

له ایرانه راستانه شويو کاریګرو کې د اعتیاد ستونزه


له ایرانه راستانه شويو کاریګرو کې د اعتیاد ستونزه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:36 0:00

زیات شمېر هغه افغانان چې ایران ته د مزدورۍ لپاره ځي، په هغه هېواد کې په نشه یي توکو اخته کیږي.


زیات شمېر هغه افغانان چې ایران ته د مزدورۍ لپاره ځي، په هغه هېواد کې په نشه یي توکو اخته کیږي.

دغه کسان وايي د دې لپاره چې ډېر کار وکړي په لومړیو کې له ځینو نشه يي توکو کار اخلي، چې وروسته پرې معتاد شي.

اته دېرش کلن عبدالحفيظ هغه مهال چې څو کاله مخکې ايران ته په مزدورۍ پسې تللی و، نورو کاريګرو ملګرو، چې په ترياکو روږدي وو، نشه يي موادو ته هڅولی و.

دی وايي، فکر يې کاوه چې د کار پرمهال د نشه يي موادو استعمال نه يواځې نقصان نه لري، بلکې د کار په مقابل کې يې وجود پياوړی کيږي او د ستړيا احساس نه کوي.

هغه وايي "انډيوالانو مې داسې کار کاوه، نه ستړي کيدل، نه ستومانه کيدل. ضعيف کيدل نه. او ما چې لږ کار کاوه،‌عملي نه وم، ستړی کيدلم. ترياک چې څوک وخوري په ستوماني نه پوهېږي. ستړی کېږي نه. خوب نه ورځي. د همدې لپاره ما هم ترياک شروع کړل. د ترياکو نه اوس پوډرو ته ورسېدم".

د ګڼ شمېر هغو افغانان له جملې څخه، چې ايران ته د کار لپاره ځي او يا هلته د مهاجرت شپې او ورځې تېروي، يو شمېر يې هېواد ته له اعتياد سره يو ځای راستنېږي.

روغتيا پالان وايي، چې که څه هم د ځينو نشه يي توکو استعمال په لومړيو کې انسان بيدار ساتي، خو ډېر زر پرې معتاديږي، چې بيا انسان له تباهۍ سره مخ کوي او خلاصون ترې ډېر سخت دی.

په افغانستان کې په نشه يي موادو د روږدو کسانو شمېر شاوخوا درې ميليونه ښودل شوی. يوه برخه يې هغه کسان بلل شوي چې ګاونډيو هېوادونو د مهاجرت او سفرونو پرمهال پر دغو توکو روږدي شوي دي.
XS
SM
MD
LG