د لاس رسي وړ اتصالات

ګلستاني: معتادین د درملنې پر وخت زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري


ګلستاني: معتادین د درملنې پر وخت زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:25 0:00

په کابل کې د جنګلک د معتادینو د درملنې د ۲۵۰ بستریز مرکز ډاکټر عبدالقیوم ګلستاني وايي چې په مخدره موادو اخته کېدل یو ډول ناروغي ده چې درملنه یې زیاته پاملرنه غواړي.


په کابل کې د جنګلک د معتادینو د درملنې د ۲۵۰ بستریز مرکز ډاکټر عبدالقیوم ګلستاني وايي چې په مخدره موادو اخته کېدل یو ډول ناروغي ده چې درملنه یې زیاته پاملرنه غواړي.

عبدالقیوم ګلستاني وايي چې معتادین د درملنې په ډیټاکسیفکشن (له وجود څخه د زهرو ایستلو) په پړاو کې له ګڼو جسمي ستونزو سره مخ کېږي، د وجود درودونه یې زیاتېږي او له همدې امله باید ورته جدي پاملرنه وشي.

ګلستاني وايي " زموږ ناروغان اوس له وجود څخه د زهرو ایستلو په پړاو کې دي، دوی اوس درد لري، ناارامه دي او جسمي ستونزې یې زیاتې دي، موږ د ورځې تر څلور ځلې د دوی احوال اخلو ځکه چې په دې پړاو کې زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري او جسمي اعراض او علایم باید د ورځې څلور ځل کنټرول شي ترڅو دوی ارامه وي او زموږ درملنه په سمه توګه ترسره شي".

د ډاکټر ګلستاني په خبره له ډیټاکسیفکشن له پړاو وروسته معتادین د کاذبې اشتها له ستونزې سره مخ کېږي او ناروغ چې د اعتیاد په وخت یې سم خواړه نه وي خوړلي او وجود یې کمزوری شوی وي په دې پړاو کې د سختې لوږې احساس کوي.

هغه وايي "د درملنې په جریان کې په ځانګړي ډول له وجود څخه د زهرو د ایستلو په پړاو کې اکثره ناروغان خوړو ته اشتها نه لري او زړه بدوالی لري خو په بل پړاو کې د دوی اشتها کرار کرار ښه کېږي او په خوړو پیل کوي او بیا داسې یو پړاو ته رسېږي چې کاذبه اشتها پیدا کوي چې دا عادي حالت نه دی او د وخت په تېرېدو سره بېرته یې اشتها نورماله کېږي له همدې امله ځینې ناروغان د خوړو له کموالي یا لوږې شکایت کوي چې دا د درملنې یوه برخه ده".

ګلستاني وايي چې د ژوند تر ټولو خوږه خاطره یې د هغو معتادینو درملنه ده چې له اعتیاد وروسته یې ښه ژوند موندلی او بیا په مخدره موادو نه دی اخته شوی.

ډاکټر عبدالقیوم ګلستان چې له شاوخوا نهو کلونو راهیسې د معتادینو درملنه کوي، په دې موده کې یې د زرګونو معتادینو درملنه کړې ده.
XS
SM
MD
LG