د لاس رسي وړ اتصالات

کابل: د هوا له لارې د نشه یي توکو د قاچاق هڅې


په دې وروستیو کې د هوا له لارې د نشه یي توکو د قاچاق هڅې زیاتې شوي دي.


د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت وايي دوه تنه چې غوښتل یې په خپلو نسونو کې نشه يي توکي د هوا له لارې قاچاق کړي، د کابل په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې نیول شوي دي.

دغه معینیت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تورن کسان په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې له نشه يي توکو سره د مبارزې مسئولینو او د د ځانګړې قطعې د قوماندانۍ له خوا پېژندل شوي او نیول شوي دي.

خبرپاڼه وايي "نیول شویو تورنو کسانو د هیرویینو ۱۲۹ ګولۍ تېرې کړې وې او غوښتل چې په خپلو نسونو کې یې هند ته قاچاق کړي".

له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت پرون هم په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې د پنځو تورنو کسانو د نیولو خبر ورکړی وو چې غوښتل یې نشه يي توکي هند ته قاچاق کړي.

دغه معینیت وايي چې نیول شویو کسانو ۲۹۸ ګولۍ چې څه د پاسه درې کیلو وزن یې درلود په خپلو نسونو کې ځای پر ځای کړي وو چې له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ونیول.

XS
SM
MD
LG