د لاس رسي وړ اتصالات

پولیس: د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور نهه کسان نیول شوي


تورن کسان په پنځو ولایتونو کې د بېلا بېلو عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.
تورن کسان په پنځو ولایتونو کې د بېلا بېلو عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت وايي چې په پنځو ولایتونو کې یې د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور نهه کسان نیولي دي.


دغه معینیت نن رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې وايي چې تورن کسان په ننګرهار، بدخشان، دایکنډي، کابل او بلخ کې د امنیتي تړون په چوکاټ کې د بېلا بېلو عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.


له نیول شویو کسانو سره یوه اندازه نشه يي توکي هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي "له دوی څخه څلور تنه په ننګرهار کې د څه د پاسه ۱۲ کیلو ګرامه چرسو ۲۳ کیلو ګرامه تریاکو د قاچاق، یو تن په بدخشان کې د نږدې ۲۵ کیلو ګرامه تریاکو د قاچاق، یو تن په دایکنډي کې د شپږ ګرامه هیرویین او دوه ګرامه شیشې، دوه تنه په کابل کې د ۲۸۰ ګرامه چرسو د خرڅلاو، او یو تن په بلخ کې د ۶۹۶ ګرامه چرسو د خرڅلاو په تړاو نیول شوي دي".


په ښارونو کې نشه يي توکو ته اسانه لاسرسی د معتادینو د زیاتوالي یو مهم لامل بلل کیږي، معتادین وايي‌ که پولیس د نشه يي توکو د خرڅلاو مخه ونیسي نو ډېری کسان به وتوانیږي چې له نشو لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG