د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور ۱۶ کسان نیولي


پولیس وايي چې دغه کسان یې د پلازمېنې په ګډون په لسو ولایتونو کې د بېلا بېلو عملیاتو پر مهال نیولي دي.
پولیس وايي چې دغه کسان یې د پلازمېنې په ګډون په لسو ولایتونو کې د بېلا بېلو عملیاتو پر مهال نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت وايي چې په بېلا بېلو عملیاتو کې یې د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو ۱۶ کسان نیولي دي.

دغه معینیت په دوو خبرپاڼو کې ویلي چې دغه عملیات په کابل، کندهار، پکتیکا، کندوز، تخار، پکتیا، غزني، فاریاب، پروان او ننګرهار ولایتونو کې ترسره شوي دي.

خبرپاڼې وایي چې له تورنو کسانو سره بېلا بېل نشه يي توکي هم نیول شوي دي.
له نشه يي‌توکو سره د مبارزې معینیت وايي چې د هیرویینو، شیشې، چرسو، تریاکو، ټابلیټ په ګډون یې بېلا بېل نشه يي توکي هم نیولي او ضبط کړي دي.

بل خوا د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو د کابل د دویمې ناحیې له سیمې څخه ۶۰ معتادین راټول او د درملنې لپاره فنکس زر بستریز روغتون ته لېږدولي دي.

XS
SM
MD
LG