د لاس رسي وړ اتصالات

له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د پولیسو اقدامات


له تورنو کسانو سره بېلا بېل نشه يي توکي نیول شوي دي.
له تورنو کسانو سره بېلا بېل نشه يي توکي نیول شوي دي.


د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت په بېلا بېلو عملیاتو کې د نشه يي توکو د خرڅلاو او قاچاق په تور د ۱۶ کسانو د نیولو خبر ورکوي.

دغه معینیت نن په خپرو شویو خبرپاڼو کې ویلي چې تورن کسان په بدخشان، بغلان، پروان، بلخ، کندهار او کابل کې له بېلا بېلو نشه يي توکو سره یو ځای نیول شوي دي.

خبرپاڼې وایي چې له دغو کسانو سره هیرویین، چرس، ټابلیټ‌ کا او نور نشه يي توکي د پولیسو لاس ته ورغلي دي.

په ښارونو کې نشه يي توکو ته اسانه لاسرسی د معتادینو په شمېر کې د زیاتوالي لوی لامل بلل کیږي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیس وایي چې د نشه يي توکو له کاروباریانو او قاچاق وړونکو سره یې مبارزه د کارونو په لومړیتوب کې راځي او هره ورځ یې پر وړاندې ځانګړي عملیاتونه لري.

بل خوا له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د عامې روغتیا وزارت له مسئولینو سره په ګډه د کابل له پل سوخته سیمې څخه ۲۰۰ معتادین راټول او د درملنې لپاره د فنکس کمپ روغتون ته لېږدولي دي.

XS
SM
MD
LG