د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې د شولو له حاصل څخه د کروندګرو خوښي


په خوست کې د شولو له حاصل څخه د کروندګرو خوښي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:21 0:00

د خوست يو شمېر کروندګر د شولو له حاصلاتو خوښ دي او وايي که له شته اوبو نه د ځمکو په خړوبولو کې په سمه توګه استفاده وشي، شولې هم په افغانستان کې د کوکنارو ښه بديل کېدای شي.


د خوست يو شمېر کروندګر د شولو له حاصلاتو خوښ دي او وايي که له شته اوبو نه د ځمکو په خړوبولو کې په سمه توګه استفاده وشي، شولې هم په افغانستان کې د کوکنارو ښه بديل کېدای شي.

د خوست د يعقوبيو او صبريو ولسوالۍ اړوند د يعقوبيو د دې کلي کروندګر شولې پر درمند غوړوي، ترڅو بيا يې د تراکتور په وسيله، چې يوه سنتي طريقه ده، وريجې او پروړې سره جلا کړي.

کروندګر ریژه ګل وايي که څه هم د ځمکو خړوبولو لپاره ډېرې اوبه نه لري، خو بيا هم د دې او شاوخوا نورو ولسواليو د وريجو حاصلات ښه دي او د اړتياوو رفع کولو لپاره په کافي اندازه عايد ترلاسه کوي.

هغه وايي‌ "بالکل انشاالله، چې فصل سم وشي، ښه شوله هم کيږي، ښه غنم هم کيږي. ښه بوديجه جوړېږي، ښه ښکلی کار جوړېږي. د چا پنځه سوه منه، د چا درې سوه منه، د چا دوه سوه منه، د چا څلور سوه منه غله کيږي. له دې نه چې زياته نه وي کمه نه کيږي".

برېج - شولې د خوست له مهمو کرنيزو محصولاتو ګڼل کېږي، خو کروندګر وايي، چې که د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرې مرسته ورسره وشي او دغه راز اوبه ورته تنظيم شي، حاصلات يې څو چنده زياتېږي.

د دې سيمې د بزګرانو په وينا، که له شته اوبو نه د ځمکو په خړوبولو کې په سمه توګه استفاده وشي، شولې هم په افغانستان کې د کوکنارو او بنګو ښه بديل کېدای شي.

د خوست د کرنې رياست د کرنيزو چارو آمر انجنير فضل رحيم وايي، چې هر کال د دغه ولايت له ۱۰۴۴ هکتاره ځمکې نه څه باندې دوه زره ټنه د وريجو حاصل ترلاسه کيږي.

هغه وايي "موږ څو ځلې وړانديز کړی دی، تېرکال مو هم کړی، سږ کال مو هم کړی چې موږ ته يواځې د غنمو تخم نه، بايد موږ ته د شولو اصلاح شوی تخم هم راکړل شي او توزيع شي. د جوارو هم راکړل شي. اميدوار يو. وعدې يې راکړې دي. تراوسه پورې يې د غنمو له اصلاح شوي تخم پرته بل کوم اصلاح شوی تخم خوست ته نه دی منظور شوی".

صبري او يعقوبي، باک، تريزايي او عليشېر، ځاځي ميدان، اسماعيل خېل او مندوزي، لکڼ او متون د خوست هغه سيمې دي، چې هرکال د غټو وريجو حاصل ورکوي.
XS
SM
MD
LG