د لاس رسي وړ اتصالات

د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور ۱۰ کسان نیول شوي دي


دغه کسان په شپږو ولایتونو کې د بېلا بېلو عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.
دغه کسان په شپږو ولایتونو کې د بېلا بېلو عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.


د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت وايي چې په بېلا بېلو ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال یې د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور ۱۰ کسان نیولي دي.

دغه معینیت رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې وايي چې تورن کسان په پکتیا، هرات، خوست، غزني، پروان او بلخ کې نیول شوي دي چې ورسره بېلا بېل نشه يي توکي هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي.

خبرپاڼه وايي "دوه تنه په پکتیا کې د څلور ګرامه شیشې، درې ګرامه هیرویینو او ۴۳ کیلو ګرامه خامو چرسو د خرڅلاو، یو تن په هرات کې د ۱۶۰۰ کیلو ګرامه تریاکو د قاچاق، یو تن په پروان کې د ۵۰۰ کیلو ګرامه چرسو او درې تنه د ۳۹۰۰ کیلو ګرامه بنګو د قاچاق، یو تن په غزني کې د ۱۰ ګرامه هیرویینو د خرڅلاو، یو تن په خوست کې له ۴ ګرامه هیرویینو او ۱۷ ګرامه شیشې او همدرانګه یو تن په بلخ کې د ۲۵۰ ګرامه چرسو او الکولي مشروباتو د خرڅلاو په تور نیول شوي دي".


د کابل په ګډون په ولایتونو کې نشه يي توکو ته اسانه لاسرسی د معتادینو په شمېر کې د زیاتوالي لامل بلل کیږي.


له نشه یي توکو سره د مبارزې مسئولین وايي چې د نشه يي توکو د قاچاق او په ښارونو کې یې د خرڅلاو د مخنیوي پر وړاندې مبارزه ګړندۍ کړې ده.

XS
SM
MD
LG