د لاس رسي وړ اتصالات

ناروې د کډوالو د منلو شرایط سختوي


ناروې تر دې دمه د کډوالو د منلو ډیر آزاده قانون لري چې د کډوالو پر بشري حقونو، خوندیتوب او اسانه منلو ټینګار کوي.
ناروې تر دې دمه د کډوالو د منلو ډیر آزاده قانون لري چې د کډوالو پر بشري حقونو، خوندیتوب او اسانه منلو ټینګار کوي.

د ناروې حکومت پارلمان ته د تصیوب لپاره د کډوالۍ هغه نوې مسوده وړاندې کړې چې ویل کیږي د بهرنیو کډوالو د منلو شرایط به ډیر ګران کړي. مسوده کې د کډوالو د منلو د شرایطو د سختولو سربیره د هغو کسانو لپاره هم سخت مقررات وړاندي شوي چې غواړي د خپلې کورنۍ غړي ناروې ته ورولي.

د ناروې د کډوالو د چارو وزیرې ویلي چې هڅه کوي چې د نوي قانون په مټ ناورې د کډوالۍ له پلوه له " جدي پایلو" وژغوري.

ناورې څه باندې پنځه میلیونه نفوس لري خو سږ کال ورته تر دیرشو زرو ډیر کډوال ورغلي دي. په کډوال کې ګڼ شمیر مسلمانان دي چې له سورې، عراق او افغانستان نه ناروې ته ورغلي دي.

چارواکي اټکل کوي چې په ۲۰۱۶ کال کې به لسو نه تر سلو زرو پورې نور کډوال هم ناورې ته ورشي.

ناروې تر دې دمه د کډوالو د منلو ډیر آزاده قانون لري چې د کډوالو پر بشري حقونو، خوندیتوب او اسانه منلو ټینګار کوي.

ناروې کې د کډوالو د منلو په اړه خبرې پداسې حال کې کیږي چې په نورو اروپايي هیوادونو کې هم د مسلمانو کډوالو په تړاو امنیتي اندیښنې زیاتې شوې دي. دغه ډول اندیښنو هغه وخت زور واخیست چې څو مسلمانو بریدکوونکو په پاریس لسګونه کسان په یوې سینما کې ووژل.

XS
SM
MD
LG