د لاس رسي وړ اتصالات

د ناسا فضانوردان د وسایلو د نصبولو لپاره له فضایي ستیشن ووتل

د ناسا فضانوردان د پنجشنبې په ورځ (اګست شپږمه) له نړیوال فضایي سټیشن څخه بهر شول چې د سټیشن په بهرنۍ برخې کې د ځینو سیستمونو د جوړولو او نصب کولو چارې پیل کړې.

جسیکا میر او انیل مینن د فضايي سټیشن څخه بهر ولاړل او تمه کیږي چې ماموریت یې له شپږو ساعتونو څخه ډېر دوام وکړي، ددې کار هدف دادی چې هغوی د سږ کال په وروستیو کې د لمریزې برېښنا سرچینو د پلي کولو لپاره هارډویرونه نصب کړي.

د ناسا د عامه اړیکو متخصص جوزف زاکرزويکي په وینا، دا په ۲۰۲۶ کال څلورم ځل دی چې فضانوردان له نړیوال فضایي ستیشن څخه وځي.

د فضایي اډې څخه د وتلو کسانو دا ماموریت د امریکا ختیځ په وخت د سهار په ۸:۳۳ دقیقو په داسې حال کې پیل شو چې نړیوال فضايي سټیشن یا تمځای د جرمني پر سر الوتنه کوله.

د فضايي ستیشن د یوه چارواکي کریسټوفر ډوبینز په وینا، دا فضايي تګ به "د لمریزو تختو د غځولو لپاره وروستي وسایل " نصب کړي. "فضانوردان به ځینې تجهیزات بل ځای ته ولېږدوي ترڅو د لمریزو تختو د دې فضايي فعالیتونو په غوره کولو کې مرسته وکړي."

جسیکا میر وویل، "دا په اصل کې د یوه لوی بریکیټ لګول دی، چېرته چې موږ به د لمریزو تختو یو نوی ډول نصب کړو چې موجوده لمریزې تختې به پیاوړې کړي ترڅو د نړیوال فضايي سټیشن لپاره برېښنا چمتو کړي."

د ناسا په وینا، د نړیوال فضايي سټیشن د لمریزو تختو د غځولو سیسټم (IROSA) د برېښنا سرچینې د معیاري لمریزو تختو لپاره ښه بدیلونه دي، کوم چې "ګران، درانه، او اکثرا د کارولو لپاره خورا پیچلي کیدی شي." دا نوې برېښنايي سرچینې به د فضایي ستیشن له کنټرول شوي او خوندي مدار څخه بهر برخو په ګډون "د سټیشن د مهمو عملیاتو ملاتړ لپاره اضافي برېښنا چمتو کړي."

د عامه اړیکو د متخصص زاکرزکي په وینا، د میر او مینن ددې کار هدف تر ډېره حده د نوي IROSA ټیکنالوژۍ د نصبولو لپاره د اړینو بدلونونو او کیبلونو لګول دي.

زاکرزکي وویل، د دې دندې لپاره فضانوردانو د ۳۳۰ پونډه د تجهیزاتو بکس چې شپږ ستنې او د نصبولو یوه دستګاه لري، کارول شوی. تمه کیږي چې سولري تختې د روان کال د منې په اوږدو کې د یو سوداګریز اکمالاتي ماموریت په مرسته ترسره شي.

میر د شپږ ځل لپاره او مینین د لومړي ځل لپاره په خپل مسلکي کار کې د فضایي ستیشن یا تمځای څخه وځي. مینین د لومړي ځل لپاره د جولای په ۱۴مه نړیوال فضایي ستیشن ته ورسید.

جسیکا میر بیا د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۹ کال کې له فضایي ستیشن څخه ووتله چې لومړۍ میرمن شوه دا کار ترسره کوي.

ټاکل شوېده چې د روانې اګست میاشتې په ۱۳مه او ۲۵مه هم دوه فضانوردان د فضایي ستیشن څخه ووځي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG