د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او روسیې ګډه فضايي ډله نړیوال فضايي سټېشن ته روانه شوه

امریکا او روسیې د سه شنبې په ورځ (د جولای ۱۴مه) یو امریکایي او دوه روسي فضانوردان نړیوال فضايي سټېشن (ISS) ته ولېږل، او په دې سره له ترمیم شوي توغندي توغولو مرکز څخه د مسافر وړنکو الوتنو لړۍ بېرته پیل شوه.

امریکایي ستورمزلی انیل مېنون او د روسیې فضانوردان پیوتر دوبروف او انا کیکینا د قزاقستان له بایکانور فضايي اډې څخه د روسیې د «سیوز MS-29» فضايي بېړۍ په وسیله فضا ته ولاړل.

د روسیې فضايي ادارې (روس کاسموس) او د امریکا د فضايي ادارې (ناسا) د معلوماتو له مخې، دغه فضايي بېړۍ د ختیځې امریکا په وخت د سهار په لسو بجو او ۴۷ دقیقو وتوغول شوه او شاوخوا لس دقیقې وروسته په بریالیتوب د ځمکې مدار ته داخل شوه.

ټاکل شوې ده چې دغه درې کسیزه ډله د نړیوال فضايي سټېشن د ۷۵مې دورې د عملې په توګه نږدې اته میاشتې په فضا کې پاتې شي.

د سیوز فضايي بېړۍ د مځکې مدار ته له ننوتلو وروسته د نړیوال فضايي سټېشن پر لور خپل شاوخوا درې ساعته سفر پیل کړ او ټاکل شوې چې د نیویارک په وخت د ماسپښین په ۱:۵۶ دقیقو له سټېشن سره ونښلي.

د دې ماموریت یوه مهمه ځانګړنه دا وه چې د روسیې د فضایي ادارې مشر دمیتري باکانوف او د ناسا ادارې مشر جیرډ ایساکمن په ګډه د دې سپوږمکۍ د توغولو مراسم وڅارل. ایساکمن له ۲۰۱۸ کال راهیسې لومړنی د ناسا مشر دی چې د روسیې د بایکانور توغندي توغولو مرکز ته سفر کوي.

د روسیې او اوکراین د جګړې له پیل راهیسې د واشنګټن او مسکو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي او همدې وضعیت د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې فضايي اړیکې محدودې کړې وې. د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن د دورې د ناسا مشر بیل نېلسن د دغو سیاسي کړکېچونو له امله روسیې ته ورته سفر نه و کړی.

سره له دې چې د امریکا او روسیې سیاسي اړیکې لا هم له ستونزو سره مخ دي، د نړیوال فضايي سټېشن پروګرام د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو له هغو محدودو برخو څخه ګڼل کېږي چې لا هم دوام لري.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG