د لاس رسي وړ اتصالات

ناسا سپوږمۍ ته د ستورمزلو د لېږد تمرین بشپړ کړ


سپوږمۍ ته د نورو ستورمزلو لیږد ته د تیاري دپاره د ناسا یوه نوې بیړۍ د سپوږمۍ هاخوا فضا کې له ۲۶ ورځو تېرولو وروسته ځمکې ته راستنه شوه.
سپوږمۍ ته د نورو ستورمزلو لیږد ته د تیاري دپاره د ناسا یوه نوې بیړۍ د سپوږمۍ هاخوا فضا کې له ۲۶ ورځو تېرولو وروسته ځمکې ته راستنه شوه.

د امریکا فضایي ادارې (ناسا) د اپولو ۱۷ ماموریت، چې سپوږمۍ ته یې د وروستي ځل لپاره ستورمزلي ولېږدول، ۵۰ کاله وروسته، د "ارټیمیس ۱ اورین" په نامه نوې فضايي بیړۍ په ارام سمندر کې راښکته شوه. د نوي نسل دا بیړۍ چې ۲۶ ورځې یې په فضا کې په ازمایښتي ډول تیري کړې، سپوږمۍ ته د نورو ستورمزلو د لیږد لپاره تیاری نیسي.

د اورین د پروګرام مسولین دا د ناسا یو له تر ټولو لویو ماموریتونو بولي.

ناسا هغه معلومات چې "ارټیمیس ۱ اورین" بیړۍ فضا ته د خپل سفر په ترڅ کې را استولي، په دقیق ډول څیړي. په دې ازمایښتي سفر کې انسانان نه وو او ددې پروګرام چلوونکي وايي، د تر لاسه شویو معلوماتو څرګندیږي چې هلته هر څه سم وو.

د اورین بیړۍ د جوړښت مدیرې، برانیل روډریګز وویل: "مونږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې فضایي بیړۍ د وړانګو او داسې نورو ننګونو په وړاندې چمتو ده."

د اورین بیړۍ په خپل ۲۶ ورځني سفر کې، د سپوږمۍ هاخوا په لسګونو زره کیلومتره لیرې درې نانځکې لیږدولې. دا کار د ناسا د وړتیا ازموینه وه ترڅو ډاډه شي چې ستورمزلي په خوندي ډول سپوږمۍ ته ولیږدوي.

د ناسا ستورمزلي ویکتور جې ګلوور وویل: "هغه تمرینونه چې دا بیړۍ یې ترسره کوي خورا پیچلي دي. زما لپاره د الوتنې په وخت کې په لاسي ډول کنټرول کول یا روښانه کول او بندول په حقیقت کې خطر زیاتوي."

د اورین پروګرام چلوونکي وايي، ستورمزلي سپوږمۍ ته د سفر پر وخت په بیړۍ کې وي، "دوی به ټول سیسټمونه څاري، دوی به له ۶۰ ډیر ټلویزیونونه لري چې په بیړۍ کې هر څه ورته ښیي، مګر په اصل کې به هرڅه په اتومات ډول پرمخ ځي."

شانا ډیلیون، د ناسا د سپوږمۍ د پروګرام یوه تجربه لرونکې کارکوونکې، په داسې فضایي بیړیو کار کوي چې د پخوانیو هغو بیړیو چې ستورمزلي یې سپوږمۍ ته لیږدول، په پرتله نوې او خورا پیچلې ټیکنالوژي لري.

دا وايي: "دا بیړۍ د اپولو د دورې څخه خورا توپیر لري. هغه وخت به تاسو ډیرې تڼۍ کیکاږلې او ډیری ستورمزلي به په کې ښکېل وو، او دغو ټولو ستورمزلو ته باید ویل شوي وای چې څه وکړي ترڅو بیړۍ وچلوي. خو آرټیمیس اتومات ده. دا په سافټویر پرمخ ځي، له الوتنې سره سم هرڅه په اتوماتیک ډول اجرا کیږي."

د "سپیس ایکس" شرکت سپوږمۍ ته د سفر لپاره له ناسا سره په اوږد مهاله اهدافو کې د مرستې په خاطر په نوي راکټي سیسټم کار کوي. د اورین بیړۍ د جوړښت مدیر برانیل روډریګز د اورین کیپسول د نږدې راتلونکي لپاره د ناسا غوره انتخاب ګڼي.

مېرمن روډریګز وویل: "دا یوازې ازمایښتي الوتنه نه ده. دا د یو غوره کمپاین پیل دی، چې زمونږ څیړنې به پراخې کړي."

ټاکل شوې ده چې پدې فضايي بیړۍ کې ۱۸ ستورمزلي سپږمۍ ته سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG