د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ښځو فوټبال ملي لوبډلې ​​د نړیوال جام دوهم پړاو ته لاره وموندله


د ۲۰۲۳ کال د ښځو فوټبال نړیوال جام د دریمې او وروستۍ ګروپي سیالیو په چوکاټ کې، د امریکا او پرتګال د فوټبال ملي لوبډلې سره مخامخ شول، خو لوبه له کوم ګول پرته مساوي پای ته ورسیده.

له دغه لوبې څخه د یو امتیاز (نمرې) په ترلاسه کولو سره د امریکا د ښځو فوټبال لوبډلې‌ ټول ټال امتیازونه پنځه شول او پدې توګه د خپل ګروپ دویمه لوبډله شوه چې دوهم پړاو ته یې لاره وموندله. خو بلخوا پرتګال د درې امیتازونو په لرلو سره د خپل ګروپ دریمه لوبډله شوه او دوهم پړوا ته له رسیدو څخه پاتې شوه.

د امریکا د ښځو فوټبال ملي لوبډلې‌ لپاره چې د تېرو دوو پړاوونو ۲۰۱۹ او ۲۰۱۵ اتلولي یې ګټلې ده، لومړي ځل وو چې د نړیوال جام په تاریخ کې د ګروپي سیالو په پړاو کې یوازې یوه لوبه ګټي او په دریو لوبو کې یې یوازې څلور ګولونه وهي.

د امریکا د ښځو فوټبال ملي لوبډله له پرتګال لوبډلې سره په دې برخلیک ټاکوونکې لوبې کې نږدې د غوراوي پړوا څخه پاتې شوې وه که چیرې د پرتګال د لوبډلمشرۍ، اناکاپتا، شوټ د ګول پر پایې د لګیدو پرځای، ګول شوې وای.

خو دغه لوبډله چې تمه کیدله د پرتګال لوبډله مات کړي،‌ له دغې لوبډلې سره صفر صفر مساوي پاتې شوه او د همدې مساوي پرمټ، د امریکا لوبډلې دوهم پړاو ته لاره وموندله.‌

د امریکا د فوټبال ښځینه ملي لوبډله، لس ځله د پرتګال لوبډلې پروړاندې لوبیدلی، چې ټولې یې ګټلي دي.

د امریکا لوبډلمشرۍ الکس مورګن وویل، چې دا هغه پایله نه ده چې دوی یې تمه لرله، خو هغې زیاته کړه چې د ترلاسه شوي پایلې پر مټ ددوی لوبډله مخ په وړاندې روان دی.

د امریکا د ښځو فوټبال ملي لوبډلې د فیفا په نړیوال جام کې په خپله لومړۍ لوبه کې ویتنام ته په دریو ګولونو ماتې ورکړه، خو په دویمه لوبه کې یې له هالنډ سره ۱-۱ مساوي کړه.

د امریکا د ښځو فوټبال ملي لوبډله چې د ښځو د نړیوال جام په تاریخ کې د څلورو اتلولیو په ګټلو تر ټولو بریالۍ لوبډله ده، د نړیوال جام له ګروپي سیالیو څخه تل بریالۍ وتلې ده.

همدا راز ددغه لوبډلې برخلیک د هالنډ او ويتنام لوبډلو تر منځ د لوبې په پايلو پورې تړلې وه، چې په ورته وخت کې روانه وه. هالنډ د ویتنام پر وړاندې، ۷ پر صفر بریا سره ، د خپل ګروپ په سر کې د امریکا ځای ناستې شو.

هالنډ، ویتنام ته په ماتې ورکولو سره، سیډني ته ځي، څو هلته په جي ګروپ کې چې سویډن، سویلي افریقا، ایټالیا او ارجنټاین لوبډلې پکې شامل دي، سیالۍ وکړي. امریکا به د دې ګروپ په سر کې لوبډلو سره ولوبیږي.

امریکا چې د ښځو فوټبال د تېر نړیوال جام اتله وه، دې جام کې د خپل اتلولۍ څخه د ساتنې په موخه لوبیږي.

همداراز د امریکا ملي لوبډله چې د ښځو د نړیوال جام په تیرو دوو سیالیو کې اتلولي ګټلې، داځل د دریم پرلپسې اتلولۍ په لټه کې دي.

د ښځو په روان نړیوال جام سیالیو کې چې ۳۲ لوبډلې په اتو ګروپونو کې سیالي سره کوي، په ګډه په نیوزیلینډ او استرالیا کې ترسره کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG