د لاس رسي وړ اتصالات

د سپوږمۍ مدار ته د ارټیمیس II فضایي بیړۍ ماموریت د تخنیکي ستونزو له امله وځنډید

 د ناسا اوریون نومې فضايي بېړۍ کې د سپو.مۍ شاو خوا د څلور ستورمزلو ۱۰ ورځنی تاریخي سفر وځنډید
د ناسا اوریون نومې فضايي بېړۍ کې د سپو.مۍ شاو خوا د څلور ستورمزلو ۱۰ ورځنی تاریخي سفر وځنډید

د امریکا فضايي ادارې (NASA) د چهارشنبې په ورځ وویل چې د “هېلیم په جریان کې دستونزې” له امله، چې د راکټ د فشار د سیستم یوه مهمه برخه ده او د راکټ د محرک ځواک لپاره اساسي ارزښت لري، د ارټیمیس راکټ د توغولو پرځای د لا زیاتو ترمیمونو لپاره بېرته هنګر ته انتقالوي.

ناسا وایي د مارچ په میاشت کې به د دې ماموریت او ددې فضایي بیړۍ د توغولو هڅې وځنډوي. له همدې کبله دوي د ارټیمیس II راکټ د ترمیم لپاره بېرته خپل ځانګړي تمځای ته لېږدولی دی.

ټاکل شوې وه چې د ناسا اوریون نومې فضايي بېړۍ څلور ستورمزلي د سپوږمۍ شاوخوا په یوه ۱۰ ورځني تاریخي سفر بوځي، چې دا به له څه باندې پنځوسو کلونو وروسته دا ډول لومړۍ هڅه وي.
ناسا د چهارشنبې په سهار د ایکس پر ټولنیزې شبکې کې د راکټ د بېرته لېږدولو خبر تایید کړ.

ناسا زیاتوي: “ټیمونه د ارټیمیس II راکټ او فضايي بېړۍ د توغولو له ځانګړې تختې څخه ښکته کوي او بېرته یې د وسایطو ودانۍ ته لېږدوي. هلته به پدې فضایي بیړۍ کې د هېلیم د جریان ستونزه هواره کړو.”

ناسا زیاته کړه چې دا لېږد د چهارشنبې په سهار د فلوریډا د ایالت د کندي له فضایي مرکز څخه پیل شو، او اټکل کېږي چې د توغولو له تختې څخه به تمځای ته انتقال تر ۱۲ ساعتونو پورې وخت ونیسي.

ناسا په لنډه اعلامیه کې وویل: “کله چې بیړۍ هلته ور ورسېږي نو تخنیکران به د راکټ د پورتنۍ مرحلې د هېلیم د جریان ستونزې د تشخیص او ترمیم لپاره ځانګړي پلیټفارمونه نصب کړي. د بېرته لېږد بهیر به د ادارې پر یوټیوب چینل په مستقیمه بڼه خپرېږي.”

ارټیمیس II د جنورۍ له نیمايي راهیسې د فلوریډا په کینیډي فضايي مرکز کې د توغولو پر تختې ولاړ و، او د تېرې اوونۍ په پای کې ناسا په بریاليتوب د راکټ د سون توکو د ډکولو راپور هم ورکړی و. انجنیرانو د “لمدو تمریني ازموینو” (wet dress rehearsal) پر مهال د توغولو دپاره د شمېرنې بهیر هم وازمایه، او د ارټیمیس II عملې هم د ازموینې یوه برخه له هغه ځایه څخه وڅارله.

د ناسا مشر جیرد ایساکمن د فبرورۍ په ۲۱مه په ایکس شبکې کې د هېلیم د جریان د بندېدو راپور ورکړ.

هغه ولیکل: “وروسته له هغه چې د شپې معلوماتو وښودله چې د (SLS) راکټ د توغولو د سیستم په موقتي محرک پړاو کې د هېلیم په جریان کې وقفه رامنځته شوه، ټیمونه اوس د ستونزې د هوارولو هڅه کوي او د ارټیمیس II د نصب او تشکیل ودانۍ ته یې د احتمالي بېرته لېږد چمتووالی نیسي.”

هغه هماغه ورځ په نورو تازه وړاندې شویو معلوماتو کې تایید کړه چې ټیم ونه توانېده چې په راکټ د هېلیم جریان بېرته ورغوي. د هغه په وینا، ستونزه د سیستم د فشار په اړه د دوامدارو عملیاتو پر مهال رامنځته شوې وه.

هغه وویل چې “ددوي وروستۍ پریکړه سره به د مارچ په میاشت کې د توغولو پلان ناشونی وي .”
ایساکمن له دې پرمختګ څخه “ناخوښي” څرګنده کړه.

هغه په ایکس کې ولیکل: “دا ناخوښي تر ټولو زیاته د ناسا په هغه ټیم کې لیدل کیږي چې د دې ستر ماموریت د چمتووالي لپاره یې نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي.”

“د همدې اوونۍ په وروستیو کې د لا مفصلو غونډو تمه لرو، څو نه یوازې د ارټیمیس II لپاره، بلکې د راتلونکو ماموریتونو لپاره هم راتلونکی مسیر روښانه کړو، څو ډاډ ترلاسه شي چې ناسا د ولسمشر لیدلوری پوره کوي چې هغه سپوږمۍ ته بېرته ستنېدل او دا ځل هلته پاتې کېدل دي.”

پلان دا و چې د ارټیمیس II لومړۍ د فبرورۍ له ۶مې تر ۱۰مې وتوغول شي، چې دا لا دمخکې ځنډېدلې نېټه وه. د مارچ له ۶مې تر ۹مې پورې د پلانونو له خنډ سره د توغولو مخ کېدل دا معنا لري چې وروستۍ چانس د اپرېل له لومړۍ څخه تر ۶مې پورې دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG