د لاس رسي وړ اتصالات

د ناسا نوی روباټ مریخ ته ورسید

چارواکي: نوې وسیله به پلټنې پېل کړي او ساینس پوهانو ته به معلومات راټول کړي
چارواکي: نوې وسیله به پلټنې پېل کړي او ساینس پوهانو ته به معلومات راټول کړي

د امریکا د فضایي تحقیقاتو ادارې، ناسا یوه پلټونکې وسیله د مریخ پر مخ کېنولې ده. دغه وسیله مریخ ته د رسېدو په خاطر په شپږو میاشتو کې ۴۸۲ مېلیون کېلومتره مزل کړی دی.

د سلگونه میلیون کلیو مترو واټن څخه د بریالیتوب خبر راغی. استول شوي ماشین "ان سایټ" خپل هدف مریخ ته ورسید.

دغه ماشین ته دوه کلن ماموریت ورکړل شوی چې د مریخ د منځ حال احوال معلوم کړي.

ساینسپوهان تمه لري چې ان سایټ به داسې معلومات را غونډ و ناسا ته راولیږي، چې د مریخ ډېر ناسپړلي رازونه به څرگند شي.

مریخ ته رسیدلی ماشین به، د سیارې د منځ، حال احوال، د تودوخي درجه او داسې نور معلومات ټولوي.

د مریح په اتومسفیر کې ددې وسلې د خرابېدو د مخنیوي لپاره، دغه ماشین په مناسبه توگه پوښل شوی دی.

ساینسپوهان هڅه کوي په دې پوه شي چې مریخ څو میلیارد کاله پخوا، څنگه جوړ شوی دی.

د مریخ په اړه ترلاسه کیدونکي معلومات به له ساینسپوهانو سره مرسته وکړي چې ددې شمسي نظام په اړه د پوهاوي نوې دروازې خلاصې کړې او عام انسانان هم په دې پوه شي چې له دې خاورینې ځمکې اخوا هم نړۍ لویه ده.

This item is part of
XS
SM
MD
LG