د لاس رسي وړ اتصالات

ناسا سپوږمۍ ته د انسان لېږدونکې فضایي بېړۍ د توغولو لپاره چمتووالی نیسي

 آرتیمیس-۲
آرتیمیس-۲

د امریکا فضايي ملي څېړنیزه اداره (ناسا) سپوږمۍ ته د ستورمزلو د لېږلو لپاره وروستي چمتووالی نیسي.

د آرتمیس-۲ په نوم د فضایي بیړۍ استول چې د راتلونکې اوونۍ لپاره پلان شوی دی، په تېرو څه باندې پنځوسو کلونو کې د دې ډول لومړنی ماموریت بلل کېږي.

د آرتمیس–۲ لس ورځني ماموریت کې چې ټاکل شوې د فلورېډا د کېنېډي فضايي مرکز څخه فضا ته وتوغول شي، څلور ستورمزلي، درې امریکایان او یو کاناډایی برخه اخلي. د پلان پر بنسټ به دوي د سپوږمۍ شاوخوا وګرځي، خو د سپوږمۍ په سطحې به ښکته نه شي.

ناسا ویلي چې د آرتمیس-۲ ماموریت به د آرتمیس-۱ بریالیتوب ته دوام ورکړي، هغه ماموریت چې د ستور مزلو نه پرته په ۲۰۲۲ کال کې ترسره شو او موخه یې د فضا په لا ژورو کې د ماموریتونو لپاره د اړینو او پراخو وړتیاوو تر لاسه کول او ښودل دي.

ناسا آرتمیس-۲ ماموریت «د سپوږمۍ سطحې ته د نویو امریکایي سرنشین‌ لرونکي راتلونکو ماموریتونو په لور یو بل ګام» بللی چې د دې ادارې په وینا به په سپوږمۍ کې دایمي حضور ته لاره هواره کړي او د امریکا د فضايي څېړنو ملي ادارې ناسا سره به مرسته وکړي چې مریخ ته د لومړنیو امریکایي ستورمزلو د لېږلو دپاره چمتووالی ونیسي.

د ناسا په ادارې کې د اکتشافي سیستمونو د پراختیايي معاونیت سرپرسته مرسیتالې، کلیشا هاوکینز، په تېر منی کې د باستن ښار د جانسن په فضايي مرکز کې وویل:
«موږ ټول د تاریخ د کاروان لومړني کتار کې ولاړ یو: له پنځوسو کلونو وروسته بېرته سپوږمۍ ته ستنېږو.»

ناسا پلان لري چې د فبرورۍ په شپږمه د آرتمیس-۲ په نوم فضایي بیړۍ فضا ته وتوغوي، خو هاوکینز د الوتکې د عملې خوندیتوب ته په اشارې وویل چې که اړتیا وي، د فبرورۍ، مارچ او اپرېل په میاشتو کې نورې بدیلې ورځې هم شته چې دا اقدام پکې ترسره کېدای شي.

ناسا په خپل وېبپانې کې د آرتمیس-۲ ماموریت په اړه لیکلي دي:

«موږ به له سوداګریزو او نړیوالو شریکانو سره ګډ کار وکړو او په سپوږمۍ کې به د لومړي ځل دپاره د اوږدمهاله حضور لاره هواره کړو. وروسته به د سپوږمۍ او د هغې د شاوخوا څخه تر لاسه شوو زده‌کړو څخه ګټه واخلو څو خپل بل هغه ستر ګام اوچت کړو چې مریخ ته د لومړنیو ستورمزلو لېږل دي.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG