د لاس رسي وړ اتصالات

ناشناس: د شعر انتخاب د سندرغاړي مهم مسؤلیت دی


ناشناس له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې د خپلو وروستیو هنري فعالیتونو او ژوند په هکله مفصلې خبرې کړې دي.
ناشناس له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې د خپلو وروستیو هنري فعالیتونو او ژوند په هکله مفصلې خبرې کړې دي.

صادق فطرت ناشناس د افغانستان د موسیقۍ له ځلاندو ستورو څخه دی. دی شاوخوا شپږ لسیزې کېږي چې سندره وایې او کمپوز جوړوي.

ناشناس په ۱۹۳۵ کال کې د کندهار په ولایت کې زېږېدلی دی. ده موسیقي په هند کې زده کړې او په ادبیاتو کې د دوکتورا سند لري.

ناشناس له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې د خپلو وروستیو هنري فعالیتونو او ژوند په هکله مفصلې خبرې کړې دي.

ناشناس وایې چې د ټولنې روزنه د هنر له لارې اغیزمنه ده او د هنرمندانو تر ټولو لوي مسؤلیت د سندرو لپاره د شعر انتخاب دی.

ښاغلی ناشناس پدې وروستیو کې د "نیمه پېړۍ د افغانستان له ترانو سره" په نوم یو کتاب لیکلی دی.

پدې کتاب کې لیکوال د خپلو سندرو شعرونه، د سندرو راګ او خپلې خاطرې لیکلي دي.

ناشناس وایې چې مینه وال او سندرغاړي کولی شي لدې کتاب څخه د یوه لارښود په توګه ګټه واخلي.

د امریکا غږ د آشنا ټلوېزیون خبریال عبدالله ورکزي له ناشناس سره مرکه کړې ده چې بشپړه بڼه یې دلته لیدلئ شئ.

ناشناس: د سندرو لپاره د شعر انتخاب د سندرغاړي مهم مسؤلیت دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:00 0:00

XS
SM
MD
LG