د لاس رسي وړ اتصالات

د لوګر د ولایتي شورا غړی ناصر غیرت کابل کې ووژل شو


د لوګر د ولایتي شورا وژل شوی غړی محمد ناصر غیرت
د لوګر د ولایتي شورا وژل شوی غړی محمد ناصر غیرت

د لوګر د ولایتي شورا غړی محمد ناصر غیرت له خپلو دوو ساتونکو سره په کابل ښار کې د ناڅرګندو وسله والو لخوا ووژل شو.

دغه پېښه نن یکشنبه «کب۱۸مه» سهار ۹:۲۰ دقیقې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند په «کوچه برقي» سیمې کې رامنځته شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، په دغه برید د محمد ناصر غیرت موټر چلوونکی ټپي شوی دی او زیاتوي چې په دې اړه څېړنې پيل شوي دي.

د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ هم امریکا غږ ته وویل چې پر محمد ناصر غیرت نن سهار د کابل ښار د کارته نو سیمه کې له خپل کور څخه تر وتو وروسته وسله وال برید شوی دی.

هغه وویل: "نن سهار د کابل ښار د کارته نو په سیمه کې د ولایتي شورا غړی هغه مهال چې له کور څخه د وتو پر مهال و وسله والو له دری تنو ساتونکو سره په شهادت رسولی دی."

ویل کیږي چې محمد ناصر غیرت تر برید وروسته په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

تر دا مهاله د دغه برید مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG