د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکایي سرتېرو د یاد نمانځنې ورځ؛ د خدمت د داستانونو شپه

د «۲۵۰ ازادۍ» په نوم د دولتي او خصوصي مشارکت یو بنسټ، د دوشنبې په ماښام (مۍ ۲۵) د ویرجینیا ایالت د ارلینګټن په ملي هدیره کې د امریکايي سرتېرو د یاد او درناوي په ورځ ځانګړي مراسم ترسره کوي.

د مۍ د میاشتې وروستۍ دوشنبه په متحدو ایالتونو کې د هغو سرتېرو د یاد او درناوي ورځ ده، چې د خپل هېواد په خدمت کې یې سرښندنې کړې او قربانۍ یې ورکړې دي.

د «۲۵۰ ازادۍ» بنسټ ویلی دي چې په دغو مراسمو کې به یو شمېر امریکایي سرتېري، د سرتېرو د کورنیو یو شمېر غړي او تاریخپوهان د ارلینګټن په ملي هدیرې کې د سرتېرو د سرښندنو، خدمتونو او قربانیو داستانونه بیانوي او شمعې بلوي.

په دغو مراسمو ژوندۍ موسیقي هم شته چې د متحدو ایالتونو د استقلال د ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت د پيل شویو مراسمو لړۍ ده.

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ واشنګټن ډي سي ته نژدې د ارلینګټن په ملي هدیرې کې د ګمنام سرتېري په قبر د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

ولسمشر ټرمپ په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل: «د یادونې په دې ورځ موږ هغوی ته سلام او درناوی کوو. او د هر هغه څه له امله ورڅخه مننه کوو چې موږ یې نن لرو. دوی خپل هر څه قرباني کړل. خدی دې زموږ مړه شوي اتلان وبخښي.»

د یکشنبې په ورځ واشنګټن ډي سي هم د متحدو ایالتونو د استقلال د ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت د رسم ګذشت او ځینو نورو مراسمو کوربه و، چې د «۲۵۰ ازادۍ» بنسټ ترتېب کړي وو.

تنظیموونکو ویلي دا مراسم، چې د «۲۵۰ تړون تجدید» په نوم یادیږي، پر «ایمان، شکر او یووالي» تمرکز کوي چې ګډونوال په کې دعاوې او د امریکا په تېر تاریخ او راتلونکي کې د دین په رول فکر کوي.

دا غونډه، چې سرلیک یې "د ۲۵۰ نوي کول" دی، په "عقیده، مننه او یووالي" تمرکز کوي، او تنظیم کونکو وویل چې ګډونوالو دعا وکړه او د متحده ایالاتو په تاریخ او راتلونکي کې د مذهب رول منعکس کړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG