امریکایان نن دوشنبه (مۍ ۲۵) د خپلو امنیتي ځواکونو د سرښندنو او قربانیو د یاد او درناوي مراسم په ځای کوي.
په دې ورځ په متحدو ایالتونو کې رسمي رخصتي وي.
ولسمشر ټرمپ واشنګټن ته نژدې د ارلېنګټن په ملي هدیرې کې د ګمنامه سرتېري په قبر د ګلونو ګېډۍ کېښوده او په خپلې وینا کې یې وویل چې هیواد یې د سرتېرو د سرښندنو په «جدي نمانځني» کې یو موټی دی.
هغه وویل: «د یادښت په ورځ کې موږ هغوی ته درناوی کوو. هغوی ستایو. او د هغه څه له کبله چې موږ یې لرو او هغوی رابخښلي دي، منندیو یې یو. هغوی هر څه راکړل.»
ولسمشر ټرمپ وویل: «امریکا له ۱۷۷۶ کال څخه تر ۲۰۲۶ کال پورې تل د یو لوی ارمان او اخلاقي مثال په توګه ثابته ولاړه ده. زموږ جنګیالي اجیران نه دي، ساتونکي پرښتې دي چې د تاریخ په جګړو کې یې ګامونه اخیستي او په تر ټولو لوړو او ښکلیو سیمو نظارت کوي چې انساني روان یې شاهد دی- دوی د ازادۍ او ظلم ترمنځ، د تمدن او وحشت ترمنځ او د ښه او بد ترمنځ د واټن ساتنه کوي. هر چېرې چې امریکایي سرتېری ګام پورته کوي، هرچیرې چې جګړه کوي... او هرچیرې چې سرښندنه کوي، د یو ځانګړي ملت د برخلیک او د دغه ټاټوبي د ازادۍ د برخلیک لپاره یې کوي.»
له ولسمشر ټرمپ سره په دغو مراسمو کې د هغه مرستیال جي ډي ونس او د جګړې وزیر پیټ هګسیت هم وو.
په دغو مراسمو کې د متحدو ایالتونو د ګډو ځواکونو د لویو درستیزانو مشر جنرال ډن کین وویل چې دا ملي رخصتي یوه فرصت دی چې د «هغو کسانو یاد تازه کړو او درناوی یې وکړو چې لویه بیه (لویه سرښندنه) یې پرې کړې ده.
هغه وویل: «له ۲۵۰ کلونو راهېسې د امریکا نارینه او ښځینه وسله وال ځواکونه تل تر خپلو ځانونو د عالي څه لپاره قربانۍ ورکړي.»
په واشنګټن ډي سي کې به د وژل شویو سرتېرو د یاد او درناوي لپاره رسم ګذشت هم کېږي، د شپې به د شمعو د بلولو مراسم هم په ځای کېږي او دا ډول نورې غونډې هم ترتیب شوي دي.
د یاد او درناوي تر ورځې مخکې د متحدو ایالتونو ځواکونو د ارلینګنټن په ملي هدیرې کې په ۲۶۰زره قبرونو باندې د امریکا ملي بیرغونه کېښودل.
د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پټ هګسیت د دغې ورځې په مناسبت په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي: «موږ به تل د هغوی د سرښندونو سره ژوند وکړو، د یاد درناوی به یې وکړو او هېڅکله به هغه امریکایان هېر نه کړو چې درنه بیه (ستره قرباني) یې پرې کړې ده.»
د سرتېرو د سرښندونو د یاد ورځ په ۱۸۶۰ کال کې د متحدو ایالتونو له کورنیو جګړو څخه وروسته پيل شوه او کانګرس په ۱۸۸۸ کې دا ورځ په رسمیت وپېژندله.
فورم \ دبحث خونه