د لاس رسي وړ اتصالات

له پولیسو د خلکو د ملاتړ لپاره نوې هڅې


په کابل کې د ملي پولیسو د پېژندنې اوونۍ پیل
په کابل کې د ملي پولیسو د پېژندنې اوونۍ پیل

د کورنیو چارو وزارت په پولیسو باندې د خلکو د باور د پیاوړي کولو لپاره د ملي پولیسو د پېژندنې اونۍ پیل کړه چې پدغه اونۍ کې به د کورنیو چارو وزارت د ګڼو پروګرامونو له لارې د پولیسو دندې خلکو ته روښانه کړي چې د خلکو همکاري پولیسو ته راجلب شي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست جنرال محمد ایوب سالنګي د پولیسو د پېژندنې د اونۍ د پيل په مراسمو کې وویل له اندېښنو او منفي تبلیغاتو سره سره بیا هم پولیسو او امنیتي ځواکونو وکړای شول ۲۰۱۴ کال په بریالیتوب پای ته ورسوي او د افغانستان هیڅ برخه د وسله والو مخالفینو په لاس کې نده غورځېدلې.

جنرال سالنګي وویل د مجهزو ناټو او امریکايي ځواکونو له وتلو سره بیا هم افغان امنیتي ځواکونه توانېدلي چې په افغاني رهبرۍ د افغانستان امنیت خوندي کړي.

ښاغلي سالنګي وویل‪"‬ که څه هم ترهګرو او سیمیزو همکارانو یې هڅه زیاته کړې، ولې په ۲۰۱۴ کال کې د پولیسو بریالیتوب له ترهګرۍ سره په جګړه کې د سختو زیانونو په اوښتو ترلاسه شوی دی.‪"‬

د کورنیو چارو د وزارت دغه چارواکي وویل د ۲۰۱۴ کال بریالیتوب پداسې حال کیږي، چې لا هم د ترهګرۍ عوامل ندي تعریف شوي.

هغه وویل که د افغان سیاستوالو او خلکو مرسته ورسره وي، نو لرې نده چې افغانستان پیاوړي او مجهز پولیس ولري.

ښاغلي سالنگي وویل په وروستیو کلونو کې په ملي پولیسو د خلکو باور زیات شوی دی.

د پولیسو د پېژندنې پدغو مراسمو کې د دوو هغو پولیسو پلرونو ته مډالونه هم ورکړل شول چې له ترهګرۍ سره په مقابله کې وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو دوه سرتیري مصطفی او میر افغان د پولیسو د سږني کال شهیدان وګڼل، د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل میرافغان د یوه ترهګریز برید مخه نېوله او مصطفی د ټاکنو په امنیت کې ځان قربان کړی دی.

پدې مراسمو کې چې د پارلمان غړو هم برخه اخېستې وه، د پارلمان غړې شکریه بارکزۍ وویل که خلک له پولیسو سره همکاري ونه کړي او باور پرې و نه لري نو څوک به د افغانستان امنیت ساتي.

مېرمن شکریې بارکزۍ د پولیسو او امنیتي سکټور سره د شوې بې عدالتۍ په هکله وویل ‪"‬خاصه بې عدالتي شوې، نه یوازې له پولیسو سره بلکې په ټوله کې له امنیتي سکټور سره.‪"‬

افغانستان شاوخوا ۱۵۷ زره پولیس لري او د کورنیو چارو د وزارت د سرپرست په ويناء په وروستیو کې مجهزې وسلې هم ورکړل شوي دي.

د پولیسو د پېژندنۍ دا اوونۍ به درې ورځې دوام وکړي او د پولیسو لپاره به سراسري کمپاین هم ترسره شي

XS
SM
MD
LG