د لاس رسي وړ اتصالات

د مقاومت جبهې ومنله چې په اندراب کې یې غړیو ته مرګ ژوبله اوښتې


د احمد مسعود په مشرۍ د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د بغلان ولایت د اندراب په ولسوالۍ کې د جګړې خبر ورکړ او تائید یې کړه چې پدې جګړو کې د هغوي غړیو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د دې جبهې ویاند صبغت الله احمدي پنجشنبه مې ۱۲ (غوایي۲۲) په یوې اعلامیې کې وویل چې تیره شپه د اسدالله اندرابي په نامه د دې جبهې یو قوماندان د خپلو ۴ وسله والو سره د اندراب درې د بنوي په ولسوالۍ کې وژل شويدي.

ښاغلي احمدي زیاته کړه چې طالبانو د دغو وژل شویو کسانو مړي د "ده صلاح" ولسوالۍ په بازار کې ایښي او تر اوسه یې د هغوي د خښیدو او جنازې اجازه نده ورکړې.

هغه همدارنګه پدې جګړې کې د ۱۷ طالبانو د وژل کیدو او ګڼ شمیر نورو ټپي کیدو ادعا وکړله. د طالبانو او مقاومت جبهې تر منځ دا نښتې څلور ورځې وړاندې د اندراب درې په قاسان، پل حصار او نورو سیمو کې پیل شوې او ویل کیږي چې لا هم روانې دي.

ویل کیږی چې طالبانو سلګونه تازه وسله وال د اندراب درې ته لیږلي او کوښښ کوي چې پدې درې کې د مقاومت جبهې مورچلې له منځه یوسي. ځینو سرچینو ویلي چې د طالبانو هیلوکوپترو د دې جبهې ځیني مرکزونه بمبار کړي.

تر دې وړاندې د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مصطفی هاشمي امریکا غږ ته دوه ورځې وړاندې په اندراب کې د مقاومت جبهې سره نښتنې رد کړې او ویلي یې و چې پدې درې کې د مقاومت جبهې په نامه څه شی نشته.

هغه زیاته کړه، "هلته ځیني غله شته چې وخت ناوخت خلکو ته ستونزې جوړوي. هغوي تر تعقیب لاندې دي او انشالله ژر به له منځه ولاړ شي".

خو بل پلو بیا د مقاوخت جبهه ادعا کوي چې طالبانو د اندراب دریو ولسوالیو ته د ۲۵۰۰ څخه نیولې تر ۳ زرو پورې تازه وسله وال لیږلي او د سیمې په ښوونځیو او جوماتونو کې ځای پر ځای شوي. دې جبهې همدارنګه ویلي چې احتمال لري هلته خونړۍ جګړې وشي.

XS
SM
MD
LG