د لاس رسي وړ اتصالات

د فهیم دشتي په وژل کیدو غبرګونونه


فهیم دشتي د ملي مقاومت د جبهې ویاند و
فهیم دشتي د ملي مقاومت د جبهې ویاند و

یو شمیر کسانو په ټولنیزو شبکو کې د "مقامت د ملي جبهې" د ویاند فهیم دشتي په وژل کېدو غبرګونونه ښودلي.

ښاغلی دشتی د احمد مسعود په مشرۍ د افغانستان د ملي مقامت د جبهې ویاند و او تیره ورځ د پنجشیر په ولایت کې د دې جبهې د څو نورو غړیو سره یو ځای ووژل شو.

د افغانستان د مقاومت د ملي جبهې یو غړي علي میثم نظري په فیسبوک کې د ښاغلي دشتي د وژل کیدو د تائید تر څنګ لیکلي چې "په ډیرې خواشینۍ سره مو نن دوه نږدې همکاران اومبارز وروڼه د لاسه ورکړل. "

ښاغلي نظري دا ندي ویلي چې د فهیم دشتي په ګډون دا کسان څنګه وژل شوي.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې اجرائیوي مشر صدیق الله توحیدي هم د ښاغلي دشتي په مړینې خفګان ښودلی. هغه په فیسبوک کې لیکلي، "د څو څاڅکو اوښکو پرته ستا د بدرګي لپاره بل څه نلرم. افسوس چې پدې سفر یوازې ولاړې او زمونږ په زړه دې داغ پریښود. "

بل پلو د موبي ګروپ مشر سعد محسني د فهیم دشتي مړینه وحشتناکه بللې او ویلي یې دي چې "هغه د مطبوعاتو آزادۍ ته ډیر اهمیت ورکاوه. "

فهیم دشتي وژل شوي جهادي قوماندان احمد شاه مسعود ته نږدې کس و. هغه د مسعود د وژل کیدو په پیښه کې هم ټپي شوی و.

په افغانستان کې په ۲۰۰۱ کال کې کله چې امریکایي ځواکونو د طالبانو حکومت ړنګ کړ، فهیم دشتي کابل ته ستون شو او په آزدو مطبوعاتو کې یې کار پیل کړ.

ښاغلي دشتي پدې تیرې یوې اوونۍ کې د پنجشیر په ولایت کې د طالبانو د بریدونو په هکله کورنیو او بهرنیو مطبوعاتو ته په فعاله توګه معلومات ورکول.

XS
SM
MD
LG