د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د سیمې له هېوادونو سره د داعش په ځپلو غږیږي


تهران کې د پنځه هیوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو دا غونډه په اهواز کې د ایران پر پوځي مارش د داعش د ډلې د برید وروسته جوړه شوې
تهران کې د پنځه هیوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو دا غونډه په اهواز کې د ایران پر پوځي مارش د داعش د ډلې د برید وروسته جوړه شوې

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي، د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب نن د چهارشنبې په ورځ (تلې ۴ مه) په تهران کې د پنځه هیوادونو د ملی امنیت د سلاکارانو په غونډه کې د ګډون لپاره د یو پلاوي په مشرۍ تهران ته تللی دی.

په دې غونډه کې پر افغانستان او ايران سربيره د هند، چين او روسيې د ملي امنيت سلاکاران هم ګډون لري

دافغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند قادرشاه امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د سيمې د پنځو هېوادونو د ملی د امنيت د سلاکارانو په کچه په دغې يوه ورځنۍ امنيتي غونډه کې به د نورو مسلو سربیره د اسلامي دولت یا داعش د ګواښ پر مسله هم برخه وال وغږیږي.

ښاغلي قادرشاه وویل " د دې ناستې هدف دا دی، ترڅو په سیمه کې د تروریزم پر وړاندې د مشترکې مبارزې د بسټ پالنې له منځه وړلو او په ځانګړي ډول د داعش د فعالیتونو د مهار کولو او د داعش پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په بیلابیلو برخو کې خبرې وشي" .

ښاغلي قادرشاه وویل، چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار به په دغه غونده کې د ګډون سربیره د غونډې د ګډون کوونکو هیوادونو د ملي امنیت له سلاکارانو سره هم په جلا جلا توګه لیده کاته وکړي او پر امنیتي مسلو به ورسره وغږیږي.

په تهران کې د پنځه هیوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو دا غوڼده په داسې حال کې جوړه شوې، چې د دې اونۍ په سر کې د ایران د اهواز په ښار کې د اسلامي دولت یا داعش وسله والو د ایران په یو پوځي مارش برید کړی، چې له امله یې د رپوټونو له مخې ۲۵ تنه ایراني امنیتي منسوبین وژل شوي او۵۳ نور ټپیان شوي دي.

ایران، روسیه، هند او چین وايي، چې د اسلامي بنسټ پالنې او د سخت دریځو د بریدونو د ګواښ سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG