د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال د سولې له پروسې څخه ملاتړ کوي


ولسمشر غني د چهارشنبې په ورځ د ژنیو په ناسته کې وویل چې د دیپلوماتانو او کارپوهانو یو ټیم یې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره ټاکلی دی.

غني چې په ژنیو کې یې د ملګرو ملتونو په ملاتړ جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې ډیر ټينګار په دې و چې د افغانستان روانې اوولس کلنۍ جګړې ته د پاې ټکۍ کیښودل شي.

له طالبانو سره د سولې د خبرو په هکله بحث په داسې حال کې روان و چې په غونډه کې د طالبانو هیڅ استازي ګډون نه درلود.

د دغې دوه ورځنۍ غونډې تمرکز د افغانستان د پرمختګ او اصلاحاتو څخه ډیر ژر د سولې موضوع ته واوښت. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاموتو په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې افغانستان له سولې پرته نشي کولی د ثبات پر لورې ګامونه واخلي.

یاموتو زیاته کړه چې دا لومړی ځل دی چې د سولې خبرو ته د پرمختګ، اصلاحاتو او نورو ټولنیزو ستونزه تر څنګ دومره اهمیت ورکول کیږي.

هغه وویل چې نړیواله ټولنه به تر هغې د افغانستان له دولت سره مرستې ته دوام ورکړي چې دولت او وسله وال مخالفین د سولې یو تړون ته ورسیږي.

د غونډې ګډونوال د یو هر اړخیزه سند په ترتیبولو اخته وو چې په کابل کې پر یو برتانیوي شرکت د موټر بم حمله وشوه.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا رئیس حمدالله محب وایي چې داسې پيښې د سولې لپاره د افغانانو هوډ نور هم قوي کوي.

XS
SM
MD
LG