د لاس رسي وړ اتصالات

ارزګان کې په یوه هوايي برید کې اته پوليس وژل شوي


وژل شوي پوليس د کندهار – ترینکوټ د لويې لارې پر په څاګۍ سیمه کې تر برید لاندې راغلي دي.
وژل شوي پوليس د کندهار – ترینکوټ د لويې لارې پر په څاګۍ سیمه کې تر برید لاندې راغلي دي.

د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي وایي، تیر مازیګر د کندهار ارزګان په لویه لار نړیوالو ځواکونو د افغان پولیسو په یوه پوسته هوایي برید کړی، چې له امله یې اته پولس وژل شوي دي.

وژل شوي پوليس د کندهار – ترینکوټ د لويې لارې پر په څاګۍ سیمه کې تر برید لاندې راغلي دي.

وژل شویو پوليسو د دغې لارې دساتنې دنده په غاړه لرله.

د ارزګان د لویو لارو د ساتنې د پوليسو قومندان سمونوال رحیم الله خان امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل، چې د څاګۍ په سیمه کې پوليس په خپله پوسته کې تر هوايي برید لاندې راغلي دي.

رحیم الله خان وویل "د یکشنبې په مازیګر لومړی په هوايي برید کې زموږ یو پوليس وژل شوی خو کله چي زموږ نور پوليس پوستې ته ورغلل چې بیا د نړیوالو ځواکونو الوتکو دوهم ځلې برید ورباندې کړی چې اوه تنه نور پوليس يې بیا وژلي ، سره له دې چې وسله وال طالبان په نږدې سیمو کې دي سپین بیرغونه يې له لرې معلومیږي خو مونږ نه پوهیږو چې ولي په هوايي برید کې زمونږ پوليس په نښه شوي".

په کابل کې د نړیوالو ځواکونو د قاطع ماموریت د قومندانۍ ویاند جنرال چارلېس کلیفلینډ خبریالانو سره په خبرو کې په ارزګان کې د هوايي برید پخلی کړی خو زیاته کړې يې ده چې د دوى ځواکونو پرون په ترينکوټ ښار کې هغه مهال هوايي بريد ترسره کړ چې یوې ډلې وسله والو پر افغان همکارانو وسله والو بريدونه کول.

نوموړ د وژل شویو کسان د هویت په اړه ناخبري ښودلې ده.

بلخوا وسله والو طالبانو هم رسنیو ته په لیږلي تلیفوني پیغام کې وژل شوي کسان پوليس بللي دي.

په ارزګان کې له تیرو دریو اونیو راهیسې د حکومتي قواوو او د دولت د وسله والو مخالفینو ترمنځ درنې نښتې دوام لري چې نړیوال ځوکونه هم د هوایي ملاتړ د برابرولو په برخه کې له افغان ځواکونو سره مرسته کوي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG