د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو دوه عسکر په افغانستان کې وژل شویدي


د ناټو دوه عسکر په افغانستان کې وژل شویدي
د ناټو دوه عسکر په افغانستان کې وژل شویدي

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ قواوې وایي چې دوه عسکر یې د افغانستان په ختیځ کې دبم په چاودنو کې وژل شویدي.

ناټو نن په یوې اعلامې کې ویلي دي چې دغه پیښنه نن دشنبې په ورځ شویده خو په اعلامیه کې یې پدې اړه نور تفصیلات ندي ورکړي او دا یې همد ندي ویلي چې وژل شوي عسکر د کوم هیواد دي.

د 2001 کال نه راپدیخوا چې امریکا په افغانستان باندې یرغل کړ، سږکال دناتو د پوځونو لپاره دعسکرو دوژل کېدلو په حساب ېو خونړې کال ؤ.

دناتو پوځی قوماندانان واېې چې افغان او نړیوالې قواوې د کندهار د ښار او شاوخوا ولسوالیو نه د طالبانو د ایستلو په خاطر "د ښامار د برید" په نامه عملیات کوي او وایي چې هغوي د سختو او درنو جګړو توقع کوي.

په عین حال کې ناټو ویلي دي چې افغان او نړیوالو قواوو د جمعې په شپه د پکتیا په ولایت کې د "فرمان" په نامه د طالبانو یو غټ مشر او د هغه دوه تنه ملګري یې وژلي دي. ناټو همدرانګه ویلي دي چې قواوو یې د هلمند په ولایت کې هم د جمعې په ورځ یو تن مشکوک طالب وژلی دی او څو تنه نور یې ژوندي نیولي دي.

XS
SM
MD
LG