د ناټو، افغانستان او پاکستان نظامي مامورین غونډه کوي چه د افغانستان او پاکستان د سرحد په غاړو کې امنیت ښه شي.
د پاکستان پوځ وایي په ننې غونده کې به چه د سرحدي همکارۍ په مرکزکی کیږي، د نظامی عملیاتوعمومې ریس، تورن جنرال اشفاق ندیم احمد، گډون وکړي.
دا خبرې ، په هغه تاوتریخوالی کې د کمیدو لومړنی علامه ښیی چه د نوامبر د میاشتی په ٢٦ د سرحد نه آخوا د ناټو په هوایي حمله کې د ٢۴ پاکستاني عسکرو د وژل کیدو نه وروسته پیدا شویدي.
د پاکستان له خوا ، افغانستان ته د ناټوپه کاروانو د سرحدی لارې د بندولو نه لږ وروسته ، د امریکا او پاکستان اړیکې بی خونده شویدي.
پاکستان د هغه وخت راهیسې داسې ایشاره رسولې ده چه ښایي زر د ناټو کاروانونو ته سرحدې لارې بیرته خلاصې کړي.