د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان دښمنانو ته نه پریږدو، ناټو


ناټو وايي افغانستان به دمالي لګښت د شتون سره هم دښمنانو ته پرې نږدي

دامرېکا متحده اېالات اوناټو پلان لري چې له افغانستان څخه خپل عسکر په 2014 م کال کې له دغه هېواد څخه راوباسي. هغه خبرې چې دناټو سرمنشي اندرېس فاغ راسموسېن د چارشنبې په ورځ وکړلې ، هغه خبرداری ورکړ چې هغه کسان چې غواړي چې دافغانستان حکومت ته تاوان ورورسوی ، هغوی دې دېته انتظآر نه کوی چې موږ ولاړ شو، هغوی به د ناټو په ځای، دافغانستان له قوي امنېتی قواو سره مخا مخ شی.

راسموسېن دناټو غړېو هېوادونو ته ووېل چې دافغانستان د امنېتی قواو ملاتړ له مالی او سېاسی پلوه ډېره ښه معامله ده. هغه په دې خبرو کې هغه مهال وېش بېا تصدېق کړ چې ناټو به دهغه پر بنا له افغانستان څخه خپلې قواوی وباسی. راسموسېن ووېل :

"... اجازه راکړئ په دې ټېنګار وکړم چې دوتلو په مهال وېش کې هېڅ بدلون ندی راغلی. موږ به په کلکه په پلان او مهال وېش عمل وکړو. هغه پلان چی موږ دناټو په تېر ه سرمشرېزه غونډه کې په 2010 م کال کې په لېزبن کې جوړ کړی و. هغه پلان داسی و چې په موږ به په تدرېج سره امنېتی مسوو لېتونه افغان قواو ته وسپارو. او دا د سپارلو ټول بهېر به په 2014 م کال کې بشپړ شی. موږ به په کلکه په دې مهال وېش باندی عمل وکړو. "

دامرېکا او ا ناټو جګپوړه قوماندانان په برسلز کې ددې لپاره ملاقات کوی چې له افغانستان څخه د 130 زرو عسکرو د اېستلو او دافغانستان دامنېتی قواو د لګښت دتادېه کولو پر اغېزمنو لارو او پلان باندی غور وکړی او ورو ستی بڼه ورکړی.

رپوټ وايي په دې غور اوسنجش کې به دهغه کنفرانس لپاره بنېادي ټکي برابر کړی شی چې په بله مېاشت کې دناټو مشران په شېکاګو کې سره پرې راټولیږی.

دسه شنبی په ورځ دافغانستان جمهوررئېس حآمدکرزي وویل دی غواړی چې دامرېکا متحده اېالات ورته د کال 2 بلېونه ډالره مالی لګښت دامنېتی قواولپاره له 2014 م کال نه روسته چې دامنېت مسوولېت په غاړه واخلی، هم ورکړی. خو راسموسېن اودامرېکا چارواکیو دا اټکل کړېدی چې دافغان قواو لګښت دکال 4 بلېونو ډالرو ته نېژدی کېدلی شی.

راسموسېن وايی :

تاسی رېښتېا واېاست، دلګښت شمېر تقرېبا دا مرېکا څلوروبلېونو ډالرو ته په کال کې ذکرسوی دی. زه غواړم په دې خبره ټېنګاروکړ م چې نه به داد وزېرانو مجلس او نه به دشېکاګو مجلس ددغه لګښت دژمنی مجلس وی. خو زه داتمه لرم چې د شېکاګو په سرمشرېزه غونډه کی به دافغانستان د امنیتی قواو د دمالی لګښت دورکولو ېو څرګند تصویر منځته راسي. "

دسه شنبی په ورځ داسترالېا صدراعظمی جولېا ګېلارد اعلان وکړ چې ددې هېواد به خپل عسکر له افغانستان څخه ېو کال مخکی تر پلان شوی نېټی را وباسی. هغی ووېل چی ددې دهېواد عسکر چې شمېر ېې 1550 ته رسېږی د 2013م کال تر اخره پورې به استرالېاته ستانه شی.

ددې لامل دی چې له ېوې خوانه امنېت کې پرمختګ راغلی دی او له بلی خوانه اسامه بن لادن مړشو. استرالېا ېوازېنی هېواد ند ی چې دخپلو عسکرو دوتلو بهېر ېې له افغانستان څخه ګړندی کړی دی . فرانسه هم غواړی چې خپل عسکر د 2013 م کال تراخره پورې له افغانستان څخه وباسی.

دافغانستان دحآلاتو ډېر څارونکی داوېره لري چې نور ملکونه به هم همدغه لاره باندی ولاړشی او له افغانستان څخه به دوتلو خطرناکه مسابقه پېل شی، مخکی له دېنه چې دغه له ېوې لسېزې نه ا وږده جګړه په تدرېجی ډول پاېته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG