د لاس رسي وړ اتصالات

ناتو افغانستان ته د ستونزمن کال اټکل وکړ


یینر ستولتنبرگ په ٢٠١٥ کال کې د افغان سرتیرو ستاینه وکړه چې د سختو جگړو سره مخامخ وو.
یینر ستولتنبرگ په ٢٠١٥ کال کې د افغان سرتیرو ستاینه وکړه چې د سختو جگړو سره مخامخ وو.

د شمالي اتلانتیک د تړون یا ناتو مشر د طالبانو او نورو یاغي ډلو پر وړاندې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو جگړې ته په اشارې روان میلادي کال د افغانستان لپاره یو بل ستونزمن کال اټکل کړ.

د ناتو عمومي منشي یینز ستولتنبرگ د اسوشیتدپرس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې یاغیان به هم د افغان دولتي ځواکونو پر ضد خپله جگړه سخته کړي او د هغه په وینا طالبان، القاعده او د اسلامي دولت ډله به په ٢٠١٦ کال کې د افغانستان په گوټ گوټ کې بریدونه ترسره کړي.

په افغانستان کې د "قاطع حمایت" د غیر جنگي ماموریت په چوکاټ کې شاو خوا ۳۰۰۰ د ناتو سرتیري او ۹۸۰۰ امریکایي ځواکونه موجود دي. متحده ایالات په پام کې لري چې د روان کال تر پایه په افغانستان کې همدرمره شمیر سرتیري وساتي. ښاغلي ستولتنبرگ وویل چې تر اوسه معلومه نه ده چې په ٢٠١٧ کال کې به د ناتو څومره سرتیري په افغانستان کې حضور ولري.

که څه هم چې د افغانستان وسله وال ځواکونو د ٢٠١٥ کال د پسرلي څخه تر اوسه د جنگي عملیاتو سوق او اداره پخپله په غاړه درلودلې ده خو د طالبانو پر ضد جگړه کې د افغان سرتیرو څخه د امریکا د متحده ایالاتو هوایي ملاتړ خورا اهمیت لري. افغان مقاماتو ویلي دي چې په ٢٠١٥ کې د افغان سرتیرو تلفات شاوخوا په سلو کې ٣٠ زیات شوي دي.

دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي نیکلاس هیسم هم تیره ورځ د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ته د افغانستان د حالاتو په اړه ډارونکې ارزونه وړاندې مکه. هغه وویل چې که د افغانستان حکومت پنځه خنډونه – د انقباض په حال کې اقتصاد، مخ په زیاتیدونکې یاغیگري، ویشل شوې سیاسي فضا، د حکومت د تمویل کمبود او د سولې د بهیر په وړاندې ستونزې – له خپلې مخې لېرې نه کړي، د "خطرناکو پایلو" سره به مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG