د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو وايي دوه عسکر یې په افغانستان کې وژل شوي


په افغانستان کې د ناټو نظامي اتلاف وایي ، دوه تنه پوځیان یې د ملک په ختیځ کې د یاغیانو په حملې کې وژل شویدي.

دغه نظامي ایتلاف وايي چې دا حمله نن د شنبې په ورځ شویده، خو په دې هکله یې نور معلومات نه دي ورکړي.

ناټو همدغه راز ددغو وژل شوو پوځیانو هویت هم څرگند نه کړ، خو د افغانستان په ختیځ کې زیاتره امریکایان ځای پرځای دي.

نړیوالو قواوې وايي چې ددغو دوه کسانو په وژل کېدو سره په دې میاشتې کی په افغانستان کې تر اوسه پوري لږ تر لږه ۴٢ تنه وژل شویدي.
د تیر کال د جولای په میاشتې کې د ناټو دوه پنځوس پوځیان وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG