د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو په هوایي حملې کې عام خلک هم وژل شویدي، د هلمند والي


د ناټو په هوایي حملې کې عام خلک هم وژل شویدي، د هلمند والي
د ناټو په هوایي حملې کې عام خلک هم وژل شویدي، د هلمند والي

د هلمند د ولایت چارواکي وایي چي د ناتو په هوایي حمله کي چي په مشکوکو یاغي طالبانو باندي یې کوله، د ملکي خلکو یو موټر هم ویشتل شوی او اووه تنه په کي وژل شويدي چي درې ماشومان پکې هم شامل دي.

ناتو پدې اعتراف کړی و چی پدې حمله کي ملکیان وژل شويدي، او د بشپړو تحقیقاتو د کولو وعده یې کړې وه، مګر د هلمند د والي له خوا په ننني رپوټ کي ددې پېښي په باب بشپړ معلومات ورکړه سوي دي.

د هلمند د والي دفتر ویلي دي چي د ناتو یوه هلیکوپتر په هغه موټر باندي ډزي وکړې چي یاغیان په کي سپاره وو. افغان مامورینو وویل چي دې ډزو یو بل موټر چي ملکیان په کي سپاره و، وویشت چي په کي دوه نارینه، دوې ښځي او درې ماشومان ووژل سول. ویل کیږي چي ددې ډزو نه یو سړی، یوه ښځه او درې ماشوما ژوندي را وتلي دي.

د هلمند والي ګلاب منګل دا سي حملې رد کړې چي په کي د ملکي خلکو ژوند د خطر سره مخامخ کوي.

ناتو وایي چي ددې پېښي د تحقیقاتو د پاره به سیمي ته یو هیات واستوي

XS
SM
MD
LG