د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو قوماندان د ملکي افغانانو د وژل کیدو له کبله بخښنه وغوښته


په افغانستان کې د قاطع ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نکلسن د ملکي خلکو په وژل کیدو بخښنه غوښتې او ویلي یې دي چې د قاطع ماموریت په راتلونکې کې د دا ډول پیښو د مخنیوي لپاره کوښښ کوي.

سیمه ایزو خلکو ویلي چې د روان لمریز کال د لړم د میاشتې په ۱۶مې نیټې د کندزو د چاردرې په ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي بمبارۍ کې ۱۰ملکیان وژل شوي او ۱۶نور ټپي شوي و.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو دغه قوماندان د کندوز په ولایت کې د دوشنبې په ورځ په یو ناڅاپي سفر د افغانستان د ملي امنیت د رئیس معصوم ستانکزي، د کورنیو چارو د سرپرست وزیر ویس احمد برمک، د ملي اردو د لوی درستیز جنرال شریف یفتلي او د ولایتي چارواکو سره وکتل.

جنرال نکلسن په افغانستان کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په مخنیوي ټینګار وکړ او داسې یې وویل" یو ځل بیا غواړم ووایم چې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره هر څه مو چې په وس کې دي، کوو یي. د هغو مرګ ژوبلو په هکله چې تازه شویدي، بخښنه غواړم"

ښاغلي نکلسن د کندوز په ولایت کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ادارو مشرانو ته وویل چې په پاکستان به یو ځل بیا فشار راوړي چې پخپلې خاورې کې ترهګرو ته ځای ورنکړي چې په افغانستان کې د حملو لپاره ترې کار واخلي.

که څه هم چې طالبانو دوه ځلې د کندوز ښار د لنډې مودې لپاره ونیوه، خو جنرال نکلسن یو ځل بیا پدې ټینګار وکړ چې طالبان به په نظامي لارو چارو بریالي نشي. هغه د افغانستان او سیمې لپاره د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ نوې تګلارې ته په اشارې وویل چې، اوس په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ځواکونه ډیر امکانات په واک کې لري.

" زمونږ بشري منابع به زیاتې وي، واک به مو هم پراخ شي او په همدې خاطر طالبانو ته وایو چې هغوي به د دغو امکاناتو په موجودیت کې ګټونکي نشي."

ښاغلي نکلسن پخوا هم ویلي هغه طالبانچې سوله ورسره نه کیږي باید یا "ووژل شي او یا داسې حالت پرې راشي چې موجودیت او نه موجودیت یې هیڅ اهمیت ونلري". نکلسن همدارنګه وویل چې د انتخاباتو کول هم مهم دي ځکه دا کار طالبانو ته پیغام ورکوي چې د هغوي لپاره یوازینۍ لار د ټولنې سره یو ځای کیدل دي، جنګ ندی.

دغه امریکایي جنرال وړاندې وویل چې د نوې تګلارې یوه مهمه برخه په پاکستان فشار راوړل دي چې د ترهګرو د ملاتړ نه لاس واخلي. " مونږ په پاکستان مستقیم فشار راوړو چې د طالبانو سره نور ملاتړ ونکړي او هغوي ته په افغانستان کې د حملو قوت ورنکړي. "

جنرال جان نکلسن څه موده وړاندې د امریکا غږ سره په یوې مرکې کې ویلي و چې که پاکستان پخپلې خاورې کې طالبانو او نورو وسله والو ډلو ته ځای ورکړي، او د هغوي د ملاتړ نه لاس وانخلي، ښایي چې راتلونکې کال به نور هم سخت وي.

XS
SM
MD
LG