د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو د روسیې د نظامي تطبیقاتو د روڼتیا غوښتنه کړې


ټاکل شوې دا ځل په تمریناتو کې روسیه او بیلاروس برخه ولري.
ټاکل شوې دا ځل په تمریناتو کې روسیه او بیلاروس برخه ولري.

د ناټو عمومي منشي د روسیې نه غوښتي چې د هغو نظامي تطبیقاتو په هکله دې ناټو ته وضاحت ورکړي چې ټاکل شوې د همدې میاشتې په لسمې پیل شي.

ینز سټولټنبرګ ویلي، "روسیه باید د وړاندوینې وړ او ښکاره توګه چلند وکړي."

د زپاد – ۲۰۲۱ په نامه نظامي عملیات چې ټاکل شوې په روسیه او بیلاروس کې وشي، په پولینډ، بالتیک هیوادونو او اوکراین کې یې د مسکو د نیت په هکله اندیښنې پیدا کړي.

متحدین پدې باور دي چې روسیه عادت لري چې د زپاد په نظامي تطبیقاتو کې د عسکرو او نظامي تجهیزاتو د شمیر په هکله سم معلومات نه ورکوي او د نړیوالو قوانینو برعکس تل دا شمیر لږ ښیي.

د ناټو عمومي منشي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې پخوا هم پدې نظامي تطبیقاتو کې د عسکرو شمیر په کافي اندازه تر هغه څه لوړ و چې د روسیې چارواکو یې اعلان کړی و. ښاغلي سټولټنبرګ د مسکو نه وغوښتل چې د "ویتنام سند" له مخې دې خپل مسؤلیت ادا کاندي. دا نړیوال تړون په اروپا کې نظامي تمرینات څاري او اداره کوي.

د ناټو یوې مجلې ویلي چې روسیې په ۲۰۱۷ کال کې د زپاد په نظامي تمریناتو کې د ۱۲۷۰۰ ځواکونو د ګډون اعلان کړی و پداسې حال کې چې پدې تمریناتو کې د ۶۰ او ۷۰ زرو په شاوخوا کې ځواکونو ګډون درلود.

ټاکل شوې دا ځل پدې تمریناتو کې روسیه او بیلاروس ګډون وکړي. روسیه وایي دا یې حق دی چې پخپلې خاورې کې نظامي تطبیقات وکړي او پدې هم ټینګار کوي چې په تمریناتو کې د ځواکونو د شمیر په هکله هر څه واضح او صفا وایي.

ها خوا د بیلاروس د دفاع وزیر د اګست په میاشت کې ویلي و چې دا ځل به نظامي تمرینات د روسیې او بیلاروس د روزنې په میدانونو کې کیږي او پداسې یوې سناریو به کار کیږي لکه په دواړو هیوادونو چې برید شوی وي.

د ناټو عمومي منشي وایي چې د سړې جګړې د پای ته رسیدو راهیسې روسیې د خپلو نظامي تطبیقاتو په هکله څومره چې لازمه ده، تفتیش ته اجازه نده ورکړې.

د ناټو دې چارواکي وویل،" نو مونږ به بیدار اوسو. "

په لویدیځو هیوادونو کې متخصصین پدې باور دي چې روسیه به پدې نظامي تمریناتو کې په پراخه توګه د بې پیلوټه الوتکو، توغندیو او نویو وسلو نه کار واخلي او دا کار روسیې ته اجازه ورکوي چې د اروپا او متحده ایالاتو سره د هر ډول جګړې لپاره چمتوالی ونیسي.

XS
SM
MD
LG