د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو سر منشي: که روسیه په اوکراین کې جګړه وګټي، نړۍ به خطرناک ځای شي


د ناټو عمومي منشي ینز سټولټنبرګ پنجشنبه اګست ۴ (زمري۱۳) وویل چې دا سازمان نه یوازې د روسیې د یرغل په مقابل کې د اوکراین د ملاتړ کولو مسؤلیت لري، بلکه تر څنګ یې د جګړې د پراخیدو مخه هم ونیسي او داسې نشي چې په اوکراین دا یرغل د ناټو او روسیې په جګړې واوړي.

ښاغلي سټولټنبرګ په ناروې کې یوې غونډې ته وویل چې د اوکراین او د دې ولس سره ملاتړ کول د ناټو اخلاقي مسؤلیت دی.

هغه زیاته کړه، "د جګړې داسې کړنې، په ملکیانو بریدونه او ورانی وینو چې د دویم نړیوال جنګ راپدیخوا مو ندي لیدلي. مونږ پدې هکله بې تفاوته نشو پاتې کیدی".

د ناټو سازمان په یوې اعلامیې کې چې د ښاغلي سټولټنبرګ دا خبرې پکې نقل شوې ویلي چې که د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین په ګاونډي هیواد اوکراین په یرغل کې هغه څه تر لاسه کړي چې غواړي یې، نړۍ به لا ډیر خطرناک ځاي شي.

هغه ویلي،" که روسیه دا جګړه وګټي، هغه به دا تائید تر لاسه کړي چې تشدد نتیجه ورکوي او بیا به دا کار د ګاونډیو هیوادونو سره هم وکاندي".

د ناټو سر منشي دا څرګندونې پداسې حال کې کړي چې په عین حال کې د اوکراین پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل چې روسي ځواکونو د دې هیواد خارکیف، چرنیهوف او خارکیف د ښارونو په ګډون په ګڼ شمیر سیمو توغندي وار کړي.

ها خوا بیا د برتانیې د دفاع وزارت ویلي چې اوکرایني ځواکونو هم د روسیې د بریدونو په مقابل کې د توغندي او توپونو ډزې کړي. د وزارت په اعلامیې کې راغلي چې بریدونه په نظامي قوي مرکزونو، د مهماتو په ډیپوګانو او لوژستیکي ملاتړ په مرکزونو شوي او دا کار روسیې ته غټه ضربه واردوي ځکه هغوي به ونشي کړي چې خپلو ځواکونو ته اکمالات برابر کاندي.

XS
SM
MD
LG