د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو سرمنشي وايی چې د سوریې د حکومت لخوا د کیمیاوي وسلو استعمال به د نړېوالې ټولنې سمدستي عکس العمل توجیه کړي.


د ناټو سرمنشي وايی چې د سوریې د حکومت لخوا د کیمیاوي وسلو استعمال به د نړېوالې ټولنې سمدستي عکس العمل توجیه کړي.

د ناټو سرمنشي، اندرس فاغ راسموسن نن وویل چې د کیمیاوي وسلو د استعمال امکان په بشپړه توګه د نه منلو وړ دی.

هغه په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې نه څو ساعته مخکې دا خبره کوله. ویل کیږي چې په غونډې کې به ناټو د ترکیې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي چې په ترکیې کې یې د پټریټ توغندیو د نصبولو لپاره کړی دی. د پټریټ د توغندیو ضد سیستم به د سوریې د جګړې د پراخیدو مخه ونیسي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر بیا خپل موقف تکرارکړای دی او ویلي یې دي چې دغه هیواد به کیمیاوي وسلې استعمال نه کړي. په یو بیان کې چې پرون د سوریې د بهرنیو چارو د وزارت لخوا خپور شوی دی ویل شوي دي چې موږ به کیمیاوي وسلې استعمال نه کړو، حتا که کیمیاوي وسلې و هم لو موږ به یې په هیڅ صورت د خپلو خلګو خلاف استعمالي نه کړو.
XS
SM
MD
LG