د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو مشر: د اوکراین جګړه ژر ختمیدونکې نده


د ناټو عمومي منشي ینز سټولټنبرګ په یوې مرکې کې چې یکشنبه سپټمبر ۱۶ (وږي۲۵) خپره شوې خبرداری ورکړی چې په اوکراین کې روانه جګړه به ژر پای ته ونه رسیږي. "

ښاغلي سټولټنبرګ د جرمني یوې مطبوعاتي شبکې سره پدې مرکې کې ویلي چې په اوکراین کې اوږدې جګړې لپاره باید چمتوالی ونیول شي.

هغه ویلي، " ډیرې جګړې کله چې پیل شي، د ټاکلې وخت څخه ډیر وخت ونیسي نو له همدې کبله مونږ باید د یوې اوږدې جګړې لپاره ځانونه چمتو کړو".

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د ۲۰۲۲ میلادي کال د فبروري په میاشت کې په اوکراین یرغل وکړ او د څو لسیزو وروسته یو ځل بیا په اروپا کې جګړه پیل شوه.

سره لدې روسي ځواکونه پدې ونه توانیدل چې پایتخت کیف ونیسي او اوکرایني ځواکونو د غربي هیوادونو د وسلو په ملاتړ د خپل هیواد دفاع کړې خو بل پلو اوکراین د ځینو سیمو بیرته نیولو لپاره د همدې تیرې جون میاشت کې د ځوابي برید عملیات پیل کړل.

ښاغلي سټولټنبرګ یوه اوونۍ وړاندې ویلي و چې اوکرایني ځواکونه په دې بریالي شوي چې د روسیې دفاعي لیکې ماتې کړي او د مسکو د ځواکونو پر ضد د ځوابي عملیاتو په برخه کې پرمختګ وکړي.

سټولټنبرګ د اروپايي اتحادیې قانون جوړونکو ته وویل: "اوکرایني ځواکونه ورو ورو مخ په وړاندې ځي. دا پرمختګ زموږ د ملاتړ اهمیت او ددغه ‌ځواکونو څخه د ملاتړ د دوام لپاره زموږ وړتیا او لیوالتیا څرګندوي. "

د ناټو عمومي منشي زیاته کړه، چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د برید پر مهال، روسیې د نړۍ دویم پیاوړی پوځ درلود، خو د نوموړي په وینا، "اوس د روسیې پوځ په اوکراین کې دویم پیاوړی پوځ دی."

سټولټنبرګ زیاته کړه: "دا یوه درنه او سخته جګړه ده، خو دوی (اوکرایني ځواکونه) توانېدلي چې د روسي ځواکونو دفاعي لیکې ماتې کړي او پرمختګ وکړي.

د ناټو مشر دا هم وویل چې که د اوکراین جمهور رئیس او د دې هیواد ځواکونه جګړه بنده کړي، "د هغوي هیواد به ونه پایي خو تر څنګ یې دا هم ویلي که د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین او روسي ځواکونه خپلې وسلې په ځمکه کښیږدي، مونږ به سوله ولرو".

سټولټنبرګ دا هم وویل چې اوکراین به یوه ورځ د ناټو غړی هیواد شي او زیاته یې کړه کله چې دا جګړه پای ته ورسیږي، د اوکراین لپاره امنیتي ضمانتونه تر لاسه شي ځکه چې "تاریخ ښایي تکرار شي".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG