د لاس رسي وړ اتصالات

بهرني ځواکونه د هلمند په جګړو کې خپل حضور پراخوي


په هلمند کې تازه نا امني له تیرو دریو اونیو راهیسې دوام لري.
په هلمند کې تازه نا امني له تیرو دریو اونیو راهیسې دوام لري.

په هلمند کې د تازه نا امنیو وروسته د قاطع ماموریت عمومی قوماندان جنرال جان نیکلسن دغه ولایت ته تللی دی.

امنیتي چارواکو امریکا غږ ته ویلي چې په هلمند کې به د نظامي عملیاتو پر مهال ایتلافي ځواکونه افغان ځواکونو ته د ملاتړ د برابرولو لپاره خپل شتون زیات کړي.

د قاطع ماموریت ځواکونو تر اوسه یوازې افغان امنیتي ځواکونو سره په شپینیو عملیاتو کې د اړتیا پر وخت مرسته کوله.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن د هلمند د وروستي امنیتي حالت په اړه افغان ځايي چارواکو سره په لیدنه کې ویلي چې د قاطع ماموریت ځواکونه د افغان سرتیرو سره د ثبات او امنیت په ټينګښت کې اوږه پر اوږه همکار دي.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان جنرال محمد معین فقیري ددغو لیدو کتنو په هکله امریکاغږ ته وويل چې بهرنیو ځواکونو د هلمند په جګړو کې افغان ځواکونو سره مرسته کړې ده.

جنرال فقیري وویل"د هلمند په نا امنه ولسواليو په ځانګړي ډول د سنګین او مارجې عملیاتو کي د بهرنیو ځواکونو هوايي همکاري ډیره وه، چې لاس ته راوړنې یې هم ښه وې".

د هلمند والي حیات الله حیات امریکا غږ ته وویل چې پدې ولایت کې به تردې وروسته ځانګړو عملیاتو کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره ایتلافي ځواکونه برخه واخلي.

ښاغلي حیات وویل چې د ایتلافي ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال نیکلسن سره يې د هلمند ولایت پر امنیتي وضعیت او د ایتلافي ځواکونو د همکاریو په اړه خبرې کړي دي " ایتلافي ځواکونه به له افغان ځواکونو سره په ګډو ځانګړو عملیاتو کې د دولت د مخالفو وسلوالو پټن ځایونه، زندانونه او خاص مرکزونه په نښه کړي".

په هلمند کې تازه نا امني له تیرو دریو اونیو راهیسې دوام لري. وسله والو مخالفانو په دغه موده کې د هلمند د ولایت مرکز لښکرګاه پر امنیتي کمربند پرله پسې بریدونه کړي او د نهرسراج، نادعلي او مارجې ولسوالیو په ګډون په ځینو سیمو کې د بریدونو لړۍ لا هم روانه ده.

دم ګړۍ د هلمند له ۱۴ ولسوالیو څخه پنځه یې د دولت د وسله والو مخالفینو په واک کې دي.

د ارزګان په چارچینو کې جګړې زور اخیستی

د ارزګان ولایت د چار چینو ولسوالۍ کې نښتو یو ځل بیا زور اخیستی دي، چې په ترڅ کې یې د دغې ولسوالۍ د پوليسو قومانداني د دولت وسله والو مخالفینو نیولې ده.

د ارزګان د ولایتي شورا رئیس عبدالکریم خادمزی وایي چې تیره شپه د چار چينو ولسوالۍ په مرکز کې تر درنې جګړې وروسته امنيتي ځواکونه د افغان پوځ يوي قرارګا ته په شا شوي او امنيه قومانداني د طالبانو لاسته لويدلې ده.

د اروزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب امریکاغږ ته وويل چې په شهید حساس کې سخته جګړه روانه ده خو لا هم یادي ولسوالی سقوط نه دی کړی.

له تیرو دریو ورځو راهیسې د دغې ولسوالۍ پر مرکز د دولت د وسله والو مخالفینو ډله ييزو بریدونه پیل شوي دي.

د ارزګان امنیه قوماندان مل پاسوال محمد ویس صمیمي امریکاغږ ته وویل چې په عملیاتو کې د دولت سل تنو وسله والو مخالفیتو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، هغه افغان ځواکونو ته هم اوښتې مرګ ژوبله یاده کړه خو دقیق شمېر يې ونه ښود.

خو د اروزګان یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې تر ۳۰ تنو پوري حکومتي سرتیري په چارچینو ولسوالۍ کې وژل شوي او ۴۰ تنه نور پکښي ژول شوي دي.

وسله والو طالبانو رسنیو ته په لیږلي تلیفوني پیغام کي ادعا کړې چې د چار چینو ولسوالۍ مرکز، امنيه قومانداني او يو شمېر پوستې يې نيولي او لا هم جګړه روانه ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG