د لاس رسي وړ اتصالات

د ناتو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه; امریکا د پوځي لګښتونو د زیاتوالي غوښتنه وکړه


د ناتو د بهرنیو چارو وزیران په داسې حال کې په ترکیې کې غونډه کوي چې امریکا له غړو هیوادونو څخه غوښتي چې د پوځي او دفاعي چارو پانګونه دوه برابره زیاته کړي او د ناخالص کورني تولید پنځه سلنې ته ورسوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر جوهان واديفل په اناتالیا کې د خبرو په ترڅ کې د لګښتونو د وړاندې شوي غوښتنې څخه ملاتړ وکړ.

هغه وویل: "مونږ هغه (ولسمشر ټرمپ) تعقیبوو او مونږ ورته ناتو د پنځمې مادې سره د ښکاره ژمنتیا په توګه وینو. "

امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل،"د متحده ایالاتو غوښتنې د هغو وړتیاو په اړه دي چې د یوویشتمې پېړۍ د ګواښونو دپاره ضروري ګڼل کیږي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرد ناتو د عمومي منشي مارک روت سره د لیدنې نه مخکې وویل چې، "ناتو ته دا زمینه برابریږي چې په ائتلاف کې لا پیاوړی شي. ددې ائتلاف قوت د غړو پر اړیکو اړه لري او مونږ غواړو او هڅه کوو چې پدې ائتلاف کې اړیکې کمزورې نه وي".

د ناتو د پوځي لګښتونو اوسنی هدف دوه سلنه دی خو ددې ائتلاف د ۳۲ غړو څخه یې یوازې ۲۲ پدې توانېدلي چې دغه هدف ته یا ځان ورسوي او یا هم ترې لوړ شي.

روت وویل، هیوادونه دیته ژمن دي چې د خپلو لګښتونو کچه لوړه کړي چې پر جزییاتو یې باید بحث وشي.

هغه وویل: "دا خورا اهمیت لري ځکه مونږ د روسیې له اړخه د روان خطر او د چین د اوسني پراخ پوځي تشکیل او واضحه ده چې د ترهه ګرۍ یا د ترهه ګرو له ګواښونو سره مخ یو." د ولسمشر ټرمپ په شمول به د ناتو مشران خپله کلنۍ غونډه راتلونکې میاشت په هالند کې ترسره کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG