د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو وايي د هلمند د باغران په هوايي برید کې١٥ یاغیان ووژل شول


ناټو وايي د هلمند د باغران په هوايي برید کې١٥ یاغیان ووژل شول
ناټو وايي د هلمند د باغران په هوايي برید کې١٥ یاغیان ووژل شول

ناټو وايی چې دوی دهغو ادعاگانو تحقېقات کوي چې وايی د ناټو په ېوه هوايي برید کې دافغانستان په جنوب کې ملکېانو ته ځاني تاوان ور اووښتی دی.

د ناټو ایتلاف وايي چې ١٥ یاغیان د شپې له خوا نه په هغو گډو عملیاتو کې ووژل شول چې افغان او ناټو قواوو د طالبانو د یوه غټ قوماندان پر ضد د هلمند ولایت د باغران په اولسوالۍ کې کړي وو.

ناټو وايي چې پر دوی باندې هغه وخت ډزې وشولې چې دوی په دغه سیمه کې د یو څو ودانیو امنیت ونیو.

هغوی بالاخره، وروسته له هغه نه چې دا خبره یقیني کړله چې په دې سیمه کې ملکیان نشته دي، نو ځکه یې د هوايي برید غوښتنه یې وکړله.

خو د هلمند ولایت چارواکیو وویل چې په هوايي برید کې ٢٥ کسان وژل شویدي او په هغو کې ملکیان هم شامل دي.

ځايي اوسېدونکي وايي چې ددغه عملیاتو په ترڅ کې یو جومات هم وران شوی دی.

همدارنگه، ددوشنبی په ورځ ناټو وویل تر دې یوه ورځ مخکې د یاغیانو په برید کې د دوی یو عسکر د افغانستان په ختیځ کې وژل شوی و.

ددې عسکر تازه مرگ په افغانستان کې د مړو شوېو خارجي عسکرو شمېر سږ کال ٦٠٠ ته رسوي.

سږکال په افغانستان کې د نړېوالو قواو لپاره، د تېرو نهو کلونو په پرتله چې دا جگړه شروع شوېده، ډیر خونړی کال دی.

XS
SM
MD
LG