د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو وایي په افغانستان کې یې د داخلي برید هڅه شنډه کړی


امنیتي چارواکو ویلي دي د ناټو په مشري د قاطع ملاتړماموریت پر رومانیې ځواکونویو یو افغان پولیس د برید هڅه کړي او په نتیجه کې بریدکونکې وژل شوي دی.

دغو سرتیرو په قندهار کې افغان ملي پولیسو ته روزنه ورکوله چې برید پرې وشو.

په کابل کې د ناټو قاطع ملاتړماموریت عمومي قومندانۍ ویلي دي چې د رومانیې یو سرتیری او یوافغان پولیس په دغه برید کې ټپیان شوي دي.

د ناټو په بیانیه کې راغلي دي چې ،،سلا کارانو د ټاکل شوي مهال ویش پراساس د قانون د پلي کولو د روزنې پروگرام مکمله کړاو ددې تیاری يي نیوی چې بیرته خپل نظامي مرکز ته ستانه شي چې د عامه نظم یو افغان پولیس برید پرې وکړ.،،

د رویټرزخبري اژانس راپور ورکړی دی چې د ناټو په بیان کې راغلي دي چې رومانیايي سرتیرو چې د سلا کارانوامنیت ېې نیولی و، په دفاع کې ځوابې ډزې کړي دي.

دغه برید په داسی حال کې وشو چې د امریکا متحده ایالات په دې فکر کوي چې په افغانستان کېخپل د سرتیرو شمیرزیات کړي، خو په دې ورستیو کې د داخلي بریدونو د پیښو لړۍ د روزنې او د ملاتړماموریت پیچلی کړی دی.

XS
SM
MD
LG