د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو افغان معیوبو سرتیرو ته د فیزوتراپۍ پرمختللی مرکز جوړوي


ناټو وایي فیزوتراپۍ مرکز به په ۲۰۱۹ کال کې پر فعالیت پیل وکړي.
ناټو وایي فیزوتراپۍ مرکز به په ۲۰۱۹ کال کې پر فعالیت پیل وکړي.

د ناټو په مشرۍ د قاطع ملا تړ ماموریت ځواکونو قوماندانۍ په یو بیان کې چې تیره ورځ ناوخته یې خپور کړی ویلي چې دا ځواکونه د افغان امنیتي ځواکونو معیوبو پوځي سرتیرو او ملکي وګړو د درملنې لپاره د فیزوتراپۍ یو لوی مرکز جوړوي.

د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندانۍ په دې بیان کې ویلي چې د دغه مرکز په جوړولو چې پر یو خت به د سلو نارینه او ښځینه ناروغانو د درملنې ظرفیت ولري ۵۴ میلیونه امریکایي ډالر په مصرف ورسیږي.

همداشان په دغه مرکز کې د افغانستان د پوځي علومو د اکاډمۍ شلو ښځینه زده کوونکو ته د اوسیدانې لپاره ځای هم په پام کې نیول شوی دی.

د دغه بیان له مخې د دغه مرکز د جوړولو لپاره د وړندیزونو د ورکولو اعلان به د دې کال په وروستیو کې وشي او د مرکز د جوړولو کار به په ۲۰۱۹ کال کې بشپړ شي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي زیمیرمین ویلي چې د ملي یووالي د حکومت سره په ګډه د یو اغیزمن، تل پاتې او د کار وړ افغان امنیتي ځواکونو د جوړولو لپاره خپل کار ته دوام ورکوي.

هغه د دغه مرکز جوړول افغان حکومت ته د اړتیا وړ خدمتونو د برابرولو په برخه کې د ناټو د غړو هیوادونو او شریکباڼو د همکارۍ یو بل مثال په توګه یاد کړی دی.

همداشان د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان نیکلولسن د دغه مرکز په اړه ویلي چې دا مرکز به په افغانستان کې یو له ډیرو پرمختللو طبي مرکزونو څخه یو وي.

جنرال نیکولسن ویلی "د افغان پوځ او پولیسو سړي او ښځې د تروریزم سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي، دا جګړه یوه سخته جګړه ده، چې له امله یې دوی تلفات ویني".

جنرال نیکولسن ویلي چې دا مرکز به نه یوازې د افغان امنیتي ځواکونو د درملنې لپاره افغان امنیتي ځواکونو ته یوبل ښه امکان په لاس ورکړي، بلکې د افغان زده کوونکو لپاره به د پریکټس یو ښه مرکز هم وي.

د قاطع ملاتړ ماموریت وايي، چې کاناډا د دغه مرکز د جوړولو په برخه کې د ۲۹ میلیونو ډالرومرسته کړی ده، چې د نورو هیوادونو پرتله د دغه هیواد د مرستې کچه زیاته ده

XS
SM
MD
LG