د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو وايي افغانستان کې یې د داعش څلور مشران وژلي


په افغانستان کې مېشت نړیوال ځواکونه وايي چې د داعش څلور لوړ پوړي مشاوران یې وژلي دي.

د قاطع ملاتړ د ماموریت په اعلامیې کې ویل شوي چې بې پیلوټه الوتکې د کونړ په ولایت کې د اسلامي دولت ډلې څلور مشاوران وژلي دي.

په اعلامیې کې د دغو کسانو نومونه شیخ ضیاالله، مولوي حبیب، حاجي شیرالله او اسدالله ښودل شوي چې د اعلامیې په اساس د کونړ په ولایت کې د داعش ډلې لوړ پوړي قومندانان او غړي وو.

اعلامیه وايي په اصل کې دا برید شاوخوا دوه اونۍ مخکې شوی و، خو د دغو جګړه مارانو وژل نن تاید شول. وايي په دغه برید کې د داعش ډلې یو مشر ابو سعید هم وژل شوی و.

افغان چارواکي وايي داعش له شاوخوا دوو کلونو راهېسې د افغانستان د ختیځ په ځینو سیمو کې فعالیت کوي، چې افغان او بهرني ځواکونه یې پر ضد عملیات کوي.

د دوی اصلي مرکز په عراق کې دی، خو هڅه کوي چې خپل ترهګریز فعالیتونه نورو برخو ته هم وغزوي.

XS
SM
MD
LG