د لاس رسي وړ اتصالات

ایټالیا: شاید یو بل کال هم په افغانستان کې پاتې شو


په افغانستان کې په روان تاوتریخوالي کې د ایټالیا ۵۰ سرتېري وژل شوي دي.
په افغانستان کې په روان تاوتریخوالي کې د ایټالیا ۵۰ سرتېري وژل شوي دي.

ایټالیا وایي شاید چې په افغانستان کی د یوه بل کال لپاره هم خپل سرتېري وساتي.

د رویټرز خبري اژانس د دغه هېواد د لومړي وزیر متیور نزی له قوله راپور ورکړ چې حکومت یې په دې اړه د امریکا په غوښتنې غور کول پيل کړي.

د ایټالیا حکومت، د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما له هغه اعلان وروسته دا خبره وکړه چې ویلي یي وو، افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د راویستلو پلان یې وځنډوه.

د ایټالیا ٥٠ عسکر په افغانستان کې په روان تاوتریخوالي کې وژل شوي دي.

ایټالیا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ٧٥٠ سرتېري لري چې په کابل او هرات کې دېره او د ناټو په چوکاټ کې ماموریت ترسره کوي.

څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر بارک اوباما اعلان وکړ چې د ۲۰۱۶ کال تر پایه به زرګونه سرتېري په افغانستان کې پرېږدي او له هغه وروسته به هم ۵۵۰۰ امریکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې وي.

ولسمشر غني، یو شمېر نورو نړیوالو مشرانو او د ناټو په سازمان کې شاملو غړو د ولسمشر اوباما دا پرېکړه وستایله او ننګه یې وکړه.

ښاغلی اوباما وايي دا پرېکړه یې په افغانستان کې روانو حالاتو ته په کتو کړې ده.

XS
SM
MD
LG